داوبو سولو او کانالیزاسیون آمریت لاسته راوړنې

media_admin
Sun, Jun 18 2023 12:02 PM

د اوبو رسولو او کانالیزاسیون امریت چې چارې یې د انجنیر فتح خان حیدري لهخوا پرمخ وړل کیږي په دریو عمده برخو کې فعالیت کوي: د اوبو رسولو، کانالیزاسیون  اوتصفیه فاضلاب  د اوبو رسولو او کانالیزاسیون آمریت په لومړي، دويم، دریم، دریم الف او څلورم مکروریانونو اوسېدونکو ته هره ورځ  ٢٤ ساعته خپل چوپړونه  وړاندې کوي ، په ټولو ساحو کې خپلې چارې د حفظ او مراقبت مدیریتونو سره په بشپړه همغږۍ مخته وړي .
د یادولو ده چې په یاده برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شتون لري لکه د ماشینري ورکشاپ بیا فعالول چې پخوا به د یاد آمریت اړوند ماشینونه په بازار کې په لوړ قیمت ترمیمېدل چې اوس مهال یې له خپلو امکاناتو او سرچینو په ګټې اخیستنې په یاد ورکشاپ کې ترمیم او نورې اړینې چارې ترسره کېږي .
همداشان د تپه مرنجان د اوبو ذخیرې بیا فعالولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي ترڅو وکولی شي د ګتې اخیستنې وړ وګرځي ، یاد آمریت دخپلو تخنیکي کارکوونکو پرمټ توانېدلی چې د ځمکې لاندې د اوبو رسولو شبکې خرابې شوې برخې په خپلو شته امکاناتو ترمیم کړي .
دکانالیزاسیون څاه ګانی هواکشونه چې له کلونو راهیسې غیر فعال وو، د دې آمریت د تخنیکي کارکوونکو او داخلي امکاناتو پرمټ  بېرته فعال سوي .

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS