د شعبان د میاشتې ۱۵مه، سه شنبه، ۱۴۴۷ هـ ق
۱۴۰۴ سلواغه ۱۴
4 دقیقې لوست

د الحاج مولوي محمد شفیق محمود په مشرۍ د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت له آمرینو او ساحوي مدیرانو سره ناسته ترسره شوه!
د مولوي محمد شفیق محمود په مشرۍ د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت له آمرینو دساتنې او څارنې مدیرانو سره ناسته ترسره شوه. په دې غونډه کې د مکروریانونو د ساحو عمومي وضعیت، د ساتنې او څارنې په بهیر کې موجودې ستونزې په هر اړخیزې ډول وڅېړل شوې.
د ناستې په ترڅ کې، هر ساحوي آمر د خپلو ساحو د کاري وضعیت، اړتیاوو، تخنیکي او اداري ستونزو مفصل راپور وړاندې کړ.
په راپورونو کې داسې موضوعات لکه: د تأسیساتو زړښت، د بېړني ترمیم اړتیا، د ساتنې او څارنې لپاره د تجهیزاتو او موادو کمښت، د تنظیف، کثافاتو ټولولو او د فاضله اوبو د مدیریت ستونزې، د اوسېدونکو د همکارۍ نشتوالي او د ښاري مقرراتو نه مراعت کول، د تخنیکي، اداري او ساحوي برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ اړتیا مطرح شول.
وروسته ښاغلي مولوي محمد شفیق محمود او اجرائیوي رئیس د ټولو راپورونو تر اورېدو وروسته، د ساحوي واحدونو او مرکز ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د ښاري خدمتونو د مدیریت د ښه والي، د خلکو د ستونزو د چټک حل، او د منظمې څارنې او ارزونې د میکانیزم د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي هدایت ورکړ چې د هرې ستونزې لپاره دې عملي او د لنډ مهاله حل لارې ترتیب ریاست ته دي وړاندې شي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د دې شرکت ریاست او ساحوي آمرین به میاشتني منظمې ناستې ترسره کوي، څو د کارونو بهیر په دوامداره توګه وڅارل شي او ستونزې پر خپل وخت حل شي.