د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هیئت غونډه ترسره شوه

نېټه: چهارشنبه/ ۱۶ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق

۱۴۰۴ سلواغه ۱۵

4 دقیقې لوست

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هیئت غونډه ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هيئت غونډه، د رهبرۍ د غړو او د سوداګریزو، تخنیکي، مالي او اداري چارو آمرینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د روانو چارو ارزونې، کیفیت لوړولو، د پروژو چټک تطبیق او د یادو برخو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه مفصل بحث ترسره شو.

د غونډې په ترڅ کې د سوداګریزو، تخنیکي، مالي او اداري چارو راپورونه وړاندې شول، د شته ستونزو عملي حل لارې وڅېړل شوې او همدارنګه د پروژو د ژر ترسراوي او پوره همغږۍ لرلو باندې ټینګار وشو.

د غونډې په پای کې، د رهبرۍ هیئت لازمې سپارښتنې وړاندې کړې او له ټولو برخو غوښتنه وشوه چې راتلونکې غونډې ته د خپلو چارو د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ