۱۴۰۴ کب ۵
4 دقیقې لوست

د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت، د مکروریانو د درنو اوسېدونکو د ستونزو اورېدو او ورته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه!
د الحاج مولوي محمد شفیق محمود په مشرۍ د تجارتي، فني او عملیاتي، مالي او اداري محترمو مرستیالانو او د مکروریانو د وکیلانو او درنو مشرانو په ګډون د ستونزو د حل په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مکروریانونو درنو اوسېدونکو د شته ستونزو په ځانګړي ډول د څښاک اوبو د کموالي او اړوندو ننګونو پر موضوع خبرې وکړې.
د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وشوې تر څو د ستونزو د حل لپاره، عملي ګامونه پورته شي.
الحاج مولوي محمد شفیق محمود د امارتي ادارو او خلکو ترمنځ د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ناسته یه د منظم پروګرام یوه برخه وبلله، چې موخه یې د ښاري خدمتونو ښه والی او د مکروریانو د عمومي وضعیت ارتقا ده.
غونډه دخیردعا سره پایته ورسیده