هیئت مدیره غوڼده

۱۴۰۴ کب ۵

4 دقیقې لوست

هیئت مدیره غوڼده

د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د هيات مديره غونډه ترسره شوه

د مکروريانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د هيات مديره غونډه دښاغلی مولوی محمد شفیق محمود، دشرکت معاونین،د اقتصاد وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو او د هيات مديره رئيس په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د شرکت مهم او ستراتيژيک موضوعات وڅېړل شول.

د غونډې د بحث اصلي موضوعات د ۱۴۰۵ هـ ش مالي، سوداګريز او تدارکاتي پلانونه او همدارنګه د همدې کال تشکيلاتي طرحه وه، چې د منابعو د ښه مديريت، د خدمتونو د لوړوالي او د نهادي همغږۍ په موخه وړاندې شوه. د اقتصاد وزارت استازو د مالي شفافيت او د پايداره اقتصادي زمينې پر رامنځته کولو ټينګار وکړ، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو د قانوني او سوداګريزو اصولو پر مراعتولو تاکيد وکړ.

د هيات مديره رئيس د شرکت د کړنو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو پروګرامونو په اړه يې معلومات ورکړ، څو د خدمتونو کيفيت لوړ او د ښاريانو رضايت زيات شي.

غونډه د نهادي همکاريو د پياوړتيا، د مالي او سوداګريزو چارو د ښه والي او د ښاري خدمتونو د لوړوالي په موخه ترسره شوه، او پرېکړې شوې موضوعات به د شرکت د عملياتي پروګرامونو په چوکاټ کې عملي شي.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ