۱۴۰۵ وری ۱۹
4 دقیقې لوست

دکابل ښار په مکروریانونواو اړوندو پروژو کې د ونې کمپاین په رسمی ډول پیل شو. ددې پروګرام په ترڅ کې به زر (۱۰۰۰) دانې ونې، چې دکابل داقلیم سره مناسب او مقاوم ډولونه دي، په یادو ساحو کېنول شي. ددې کمپاین موخه دښار زرغونتیا، دچاپریال دککړ تیا کمول او دښاریانو دژوندو کیفیت لوړول بلل شوی دی. یاد کمپاین دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت دپراخو پروګرامونو یوه برخه ده چې دښار دښکلا، دسرسبزۍ او چاپریال دښه والي په موخه عملي کېږي. دشرکت مسئولین ټینګار کوي چې ونې به دزراعتی اصولو مطابق کېنول کېږی اودساتنې او پالنې لپاره منظم کاری پلانونو په پام کې نیول شوي دی او دسيمې اوسیدونکي همکاری مهم بلل کېږی. ددې پروګرام عملی کېدل دمکروریانونو او اړوندو پروژو دښاریانو لپاره دسالم اوښکلي چاپریال په رامنځته کول کې مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده چې ددوامدارو هڅو په پایله کې به دښارزرغونتیا پراخ شي.