!د ۱۱بابه دوکانونو د آفر پرانیستلو پروسه ترسره شوه

۱۴۰۵ وری ۱۹

4 دقیقې لوست

!د ۱۱بابه دوکانونو د آفر پرانیستلو پروسه ترسره شوه

د ۱۱بابه دوکانونو د آفر پرانیستلو پروسه چې مخکې د افغان اعلاناتو او مکروریانونوساتنې او څارنې امارتی شرکت رسمي الکترونیکي ادرسونو له لارې اعلان شوې وه، د موظف هیئت او غوښتونکو په حضور کې ترسره شوه. په دې غونډه کې اړوند اسناد د ټاکل شوو اصولو او طرزالعملونو مطابق پرانیستل شول. د مکروریانونوساتنې او څارنې امارتی شرکت مسؤلینو ټینګار وکړ چې ټول مراحل د قانوني او اداري معیارونو سره سم پر مخ وړل شوي او پایلې به د دقیقې ارزونې وروسته اعلان شي. د دې پروسې موخه د شفافیت تأمین او د غوښتونکو لپاره د برابر فرصتونو رامنځته کول بلل شوی دی.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ