د ۱۰۹ حلقو د جذبي څاګانو د پرانیستلو محفل ترسره شو

۱۴۰۵ غویی ۱۲

4 دقیقې لوست

د ۱۰۹ حلقو د جذبي څاګانو د پرانیستلو محفل ترسره شو

د مراسم په پیل کې، محترم الحاج مولوي محمد شفیق محمود، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې  امارتي شرکت رئیس، د میلمنو هرکلی وکړ او وینا یې وکړه. نوموړي د دې پروژې پر ارزښت د چاپېریال د وضعیت په ښه‌والي او د مکروریانو د اوسېدونکو د هوساینې په برخه کې ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د شرکت راتلونکي پلانونه تشریح کړل او ژمنه یې وکړه چې د ښاري خدمتونو د لوړولو لپاره به نور بنسټیزې پروژې هم عملي شي.

وروسته، محترم الحاج مولوي محمود شاه زاهد، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسي، نظارت او ارزونې مرستیال، وینا وکړه او د دې پروژې پر اهمیت د سطحي اوبو د ستونزو په کمولو او د سېلابونو په مخنیوي کې ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه چې د داسې پروژو پلي کول د شرکت د دې ژمنتیا نښه ده چې د مکروریانو د اوسېدونکو د ژوند شرایط ښه کړي. نوموړي د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ او د عصري تخنیکي معیارونو د کارولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

په دوام کې، محترم انجنیر مجاهد انصار، د شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال، وینا وکړه او د پروژې تخنیکي جزییات یې تشریح کړل. هغه وویل چې د جذب څاګانې د نوو معیارونو له مخې جوړې شوې دي او د باراني اوبو د جذب او مدیریت لوړه وړتیا لري. مجاهد انصار د تخنیکي معلوماتو تر څنګ د اوبو د سرچینو د سمې کارونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او له د مکروریانو له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د اوبو په مصرف کې لا زیات دقت وکړي.

وروسته، انجنیر محمد اکبر د قراردادي شرکت د استازي په توګه وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د قراردادي شرکت او د مکروریانو د ساتنې او مراقبت د امارتي شرکت ترمنځ نږدې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پروژه د ګډو هڅو او دقیقې همغږۍ پایله ده. نوموړي ټینګار وکړ چې قراردادي شرکت ژمن دی چې د کار په ټولو پړاوونو کې کیفیت او تخنیکي معیارونه رعایت کړي او پروژه په داسې ډول عملي کړي چې د مکروریانو د اوسېدونکو لپاره ګټوره او دوامداره وي. محمد اکبر زیاته کړه چې دا همکاري کولی شي په راتلونکي کې د لا لویو او اغېزمنو پروژو زمینه برابره کړي.

په پای کې، مولوي صاحب عبدالستار هاشمي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ساختماني تخنیکي مرستیال په توګه وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د خلکو خدمت ته پر معنوي ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اوسېدونکو د ژوند د شرایطو ښه کول یوه ديني او اخلاقي دنده ده. هغه د دعا په ویلو سره مراسم پای ته ورسول او له الله تعالی څخه یې وغوښتل چې دا پروژه او د شرکت راتلونکي پلانونه په خیر او برکت سره مل کړي او د مکروریانونو د اوسېدونکو د لا زیاتې هوساینې سبب شي. د هغه دعاګانو د محفل فضا لا معنوي کړه او مراسم د خیر په دعاوو پای ته ورسېدل


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ