د دوو بابو خبازۍ او څوارلسو بابو دوکانونو د آفرګشایي محفل ترسره شو!

۱۴۰۵ غویی ۳۱

4 دقیقې لوست

د دوو بابو خبازۍ او څوارلسو بابو دوکانونو د آفرګشایي محفل  ترسره شو!

د دوو بابو خبازۍ او څوارلسو بابو دوکانونو د آفرګشایي محفل، چې له وړاندې د افغان اعلاناتو آمریت، دامارتی شرکتونولوي ریاست او د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د برېښنالیکي آدرسونه د داوطلبۍ اعلان ته سپارل شوی وو،  د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د کنفرانسونوپه تالار کې ترسره شو.

یاد محفل د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت او امارتی شرکتونو لوي ریاست د ګډ هیئت په حضور کې دایر شو. د غونډې په ترڅ کې د راغلو آفرونو اسناد په شفاف او منظم ډول پرانستل شول او د داوطلبۍ بهیر د نافذو اصولو او مقرراتو سره سم پر مخ یووړل شو.

د دې محفل ترسره کېدل د شفافیت، عدالت او د ټولو غوښتونکو لپاره د برابر فرصتونو د تأمین په لور مهم ګام ګڼل کېږي او د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت ژمنتیا د قانون ‌پالنې او د هېوادوالو خدمت‌ ګزارۍ څرګندونه کوي.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ