دآموزشی سمینار غونده

دامارتی شرکتونو عمومی ریاست اړوند دمکروریانو نو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د خپلو کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه د محاسبې او حسابدارۍ ځانګړی ۲۱ روزنې سمینار ترسره کوی!

۱۴۰۵ چنگاښ ۱۱

4 دقیقې لوست

دآموزشی سمینار غونده

دامارتی شرکتونو عمومی ریاست اړوند دمکروریانو نو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د خپلو کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه د محاسبې او حسابدارۍ ځانګړی ۲۱ روزنې سمینار ترسره کوی!

دا تعلیمي پروګرام د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره، د کارکوونکو په پراخ ګډون او د محترم مولوي محمد شفیق محمود، د شرکت اجرائیه رئیس، په وینا پیل شو. محترم مولوي محمد شفیق محمود د سمینار د پرانیستنې په وینا کې وویل: "د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړول زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دی. پرته له دقيقې محاسبې او حسابدارۍ، هېڅ اداره نشي کولی د شفافیت او د ولس د باور لاسته راوړلو توان ولري. موږ غواړو چې زموږ کارکوونکي نه یوازې په ورځنیو دندو کې، بلکې د منابعو په مدیریت او د لوړ کیفیت خدمتونو په وړاندې کولو کې مخکښ وي." هغه زیاته کړه:دا سمینار یوه ښه موقع ده چې کارکوونکي د محاسبې له نويو طریقو سره بلد شي او په راتلونکي کې په لا زیات دقت او لوړ مسؤلیت سره کار وکړي. موږ باور لرو چې ماهر بشري ځواک د هرې بریالۍ ادارې ستنه ده، او د دوامدارو زده‌کړو له لارې کولای شو د خدمتونو کچه په څرګند ډول لوړه کړو." محترم مولوي شفیق محمود د امارت اسلامي افغانستان په نظام هم ټینګار وکړ او ویې ویل:امارت اسلامي افغانستان تل په شفافیت، اداري نظم او د ولس په صادقانه خدمت ټینګار کړی دی. موږ د دې نظام یوه برخه یو او مکلف یو چې د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو سره لا ښه او شفاف خدمتونه وړاندې کړو، تر څو د ولس باور په امارتي ادارو ورځ تر بلې زیات شي."هغه په پای کې د نظام ملاتړ، د ارزښتونو دفاع او د اصولو پابندي ته اشاره وکړه او ویې ویل:زموږ کارکوونکي باید پوه شي چې صادقانه خدمت او د نظام اصولو ته پابندي یوازې اداري دنده نه ده، بلکې یوه ديني او ملي مسؤلیت دی. د نظام دفاع او ملاتړ د ټولو ګډه دنده ده، او د سم او شفاف کار له لارې کولای شو دا مسؤلیت په غوره توګه ادا کړو.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ