دداوطلبی اعلان

           

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت ټولو په لګښت پوره (واجد شرایطو) داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د (مکروریانونو او د تهیه مسکن پروژې په سیمو کې د فلټر، کیسنګ، د واترپمپ او برښنا کیبل د نصبولو او داسې نورو په ګډون، د (۱۸۰) مترو په ژوروالي د څلورو حلقو څاګانو کیندلو) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. اړونده سافټ شرطنامه په فلش کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د ریاست د تدارکاتو له عمومي مدیریت، د داوطلبۍ له مدیریت څخه چې په لومړي مکروریان کې په (۲۳) بلاک کې موقعیت لري او یا هم د ملي تدارکاتو ادارې له وېبپاڼې (https;//tenders.agepps.af) څخه ترلاسه کړي؛ خپل افرونه د شرطنامې په منډرجو شرایطو، د  دعقود قانون او تدارکاتو کړنلارې (طرزالعمل) سره سم په تړلي (سربسته) ډول وړاندې کړي او په خپله د سې شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د زمري (اسد) میاشتې په ۲۰مه نېټه، د غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د افرګوشایۍ په مجلس کې د ګډون په موخه د یاد شرکت تالار ته مراجعه وکړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د ملي تدارکاتو د کمېسیون د ۱۴۴۷/۸/۱۷ نېټې د (۱۴۳۷۸) ګڼې مکتوب او د ملي تدارکاتو د کمېسیون د ۱۴۴۷/۸/۸ نېټې د (۸۶۷) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، په نغدي او بانکي ډول د افر تضمین لغوه شوی او پر ځای یې د افر د تضمین د اظهارنامې فورمه ټاکل شوې ده؛ له همدې امله ټول داوطلبان مکلف دي چې یاده فورمه د شرطنامې د نورو فورمو ترڅنګ په بشپړ ډول ډکه، لاسلیک او ټاپه (مهر) کړي او له خپل افر سره یوځای یې وړاندې کړي.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ