د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د تېر یوه کال لاسته راوړنې او پرمختګونه

media_admin
Tue, Oct 11 2022 9:13 AM
ریاست

د مکرورویانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت په ۱۳۴۵ لمریز کال کې جوړ شوی، چې د مکروریانونو او اړوندو پروژو اوسېدونکو ته (۲۴) ساعته خدمات( کانالېزاسیون، ترمیمات، تنظیف ، او مرکز ګرمي)  وړاندې کوي چې له همدې لارې خپل ټول مصارف له ترلاسه شویو عوایدو څخه پوره کوي. یاد شرکت په ۱۳۹۹ کال کې په رسمي ډول له دولتي تصدیو څخه دولتي شرکت ته د شخصیت تغییر وکړ.

 د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت لپاره  د افغانستان اسلامي امارت د بریالیتوب سره سم محترم پوهنمل غلام عمر عبدالله د رییس په توګه وګمارل شو، چې په اداري او مالي، تخنیکي او تجارتي برخو کې د پام وړ لاسته رواړنې لرلې دي، چې بېلګې یې دلته لولو.

عمومي کړنې

1.      د شرکت د رهبرۍ په هڅو او د کارکوونکو په نوښت د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ شو.

2.      د شرکت اداري ودانۍ چې د تېرو( ۲۰) کلونو راپه ‌‌دېخوا د بېلابېلو لاملونو له کبله ویجاړه شوې وه، بېرته ورغول شوه.

3.       د شرکت په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته کول.

4.       د اداري، مالي او اخلاقي فساد پر وړاندې کلکه مبارزه.

5.       د شرکت لپاره د تقنینی اسنادو جوړول(لکه د مقدماتي کرايې لايحه، د مشترکينو د خدمتونو طرزالعمل، د ۲۳بلاک د اپارتمانو د وېش طرزالعمل، د ټرانسپورټ طرزالعمل...).

6.       په فساد کي د ښکېلو کسانو پر وړاندې قانوني کړنې ترسره کول

7.      د الکټرونیکي حکومتدارۍ پر لور د ګام اېښودو لپاره د ټکنالوژۍ امریت رامنځته کول(د ډېټابېس او نورو ډيجيټلي سیستمونو رامنځته کول).

8.      د حساب ورکولو او حساب اخیستنې اصل راژوندی کول.

9.      د کارکوونکو د لېږد لپاره د منظم ټراسپورټي سیستم او طرزالعمل رامنځته کول.

10.   د اداري شفافیت لپاره د داخلي تفتیش آمریت رامنځته کول.

11.   په دننه شرکت کې د مسجد، کنفرانسونو تالار او عمومي پخلنځای جوړول.

12.   د پلان او پالیسۍ آمریت په همکارۍ د رياست او معاوينتونو په کچه منظم کاري او اداري پلانونه او ګڼو پاليسيو جوړول.

13.   د شرکت د فعالیتونو ښه منعکس کېدو لپاره د بروشرنو، فایل فولډرو او جنتریو چاپول.

14.   د هر معاونیت د کارمندانو د ښه پېژندلو لپاره د اداري جوړښت چارټونو چاپول.

15.  دکارمندانو دسوانحو دفترونه منظمول

 

اداري او مالي برخه؛

د شرکت د رهبرۍ په لارښوونې په تېر یو کال کې لسګونه مسلکي او با تجربه کسان د دې شرکت مهمو بستونو کې ګومارل شوي دي.

1.      د تېر اداري جوړښت د ارزوني او تحليل په پايله کي جوته شوه چې ۶۵ ګمارنې غير مسلکي او غير تخصصي شوې وې، چې شاوخوا ۶۰ سلنه کسانو تر ۱۲ ټولګي زده‌کړې کړې وې.

2.      د دې ستونزي او ننګوني د له منځه وړولو په موخه د مسلکي او تخصصي ګمارنې ترسره شوې چې د ماسټر او ليسانس په کچه با استعداده، باتجربه او ځوان کادرونه په دندو وګمارل شول.

3.      د شرکت په تاریخ په لومړي ځل د ازاد رقابت له لارې د مسلکي کسانو ګومارنه شوې ده.

4.       د کاري تجربې او ظرفیت له مخې د کارمندانو تفکیک.

5.       د اداري فساد پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي چې له کبله یې د شرکت ټول عواید په شفاف ډول راټولېږي.

6.      ټولو کارکوونکو ته د پېژندنې کارتونو وېشل شوي دي.

7.      د  شرکت لپاره د Server Room، د مزي لرونکي ټېلفوني او انټرنيټي شبکې رامنځته کول.

8.      د شرکت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې لپاره ګڼ روزنیز پروګرامونو جوړ شوي.

9.      د عوايدو لوړولو په موخه ګڼ شمېر اساسي تأسیسات او جايدادونه داوطلبۍ ته ورکول شوي دي.

10.  د شرکت او کارکوونکو خوندیتوب لپاره داخلي امنیت رامنځته شوی او محافظتي مجاهدین استخدام شوي دي.

تخنیکي او عملیاتي برخه؛

1.      د یونېسف په مرسته د ۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو څا ګانو ایستل او د دوو څښاکو اوبو څاګانو فعالول.

2.      د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ د شرکت په رسمي بلنه د مکرورويانونو د مرکز ګرمۍ او اړوندو تخینکي سیسټمونو د بیارغونې د سروې او ډيزاین لپاره د روسیې د اولېمپ شرکت د انجنیرانو راغوښتل.

3.      د لومړي مکروریانونو دستګاه چې په تېرو جګړو کې زیانمن شوې وه د شرکت د داخلي پرسونل پرمټ بېرته رغول.

4.      د قلعه وزیر پمپ سټېشن د بیارغونې لپاره د یونېسف په همکارۍ د شاوخوا ۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د پروژې منظورېدل.

5.      قلعه وزیر تصفیه خانې فعالول، چې له کبله یې د خپل سرو فاضله اوبو تخلیه ځايونو مخه نیول

6.      د مکروریانونو د ځینو ویجاړو شویو برخو ترمیم او بیا رغونه.

تجارتي برخه؛

1.      د محاکمو د پرېکړو له مخې په تېر یو کال کې ۶۳ دوکانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي چې له ډلې یې د ۲۲ هغو کارونه بشپړ شوي دي.

2.      د شږو میاشتو په جريان کي د شرکت ۶۸ ميليونه افغانۍ طلبات(پورونه) راجمع کول

3.      د يوې ربعي په مصارفو کي د ۳۴ ميلیونه افغانيو سپما

4.      د يوې ربعي په غيري اساسي عوايدو کي د ۵ ميليونو افغانيو ډېروالی

5.      د څلورم مکروریانونو په سیمه کې یوه ځمکه چې په تېرو کلونو کې د یوه زور واکي له خوا غصب شوې وه له غصب خلاصه او د شرکت له خوا په کرایې ورکړل شوه.

6.      د ۲۳ بلاک د اپارتمانونو د وېش طرزالعمل، د داغمه جاتو د تفکیک طرزالعمل او د پېرودونکو او ټراسپورټ لپاره د طرزالعملونو جوړول.

7.      د طلباتو او پورونو د ترلاسه کولو په موخه د مکرورويانو او اړوندو پروژو د اوسېدونکو او دولتي ادارو له استازو سره مشورتي ناسته ترسره کول.

8.      د درېیو ځمکو قانوني مراحل بشپړول چې د ځینو کسانو له خوا پرې د ملکیت دعوا شوې وه، دا پرېکړه د شرکت په ګټه تمامه شوه.

9.      د شرکت د ټولو اساسي او غيري اساسي دوکانونو د مقدماتي کرايې لپاره د مناسبي او منصفانه لايحې جوړل.

10.  د مکروریانونو د بېلابېلو سیمو څخه د موانعو، غیر قانوني کانتینرونو، کانېکسونو او غرفو راټولول.

  

 

 

 

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS