د مکروریانونو د ساتنې او څارني دولتي شرکت کارکوونکو ته د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه د اداري مدیریت تر عنوان لاندي روزنیز سمینار پیل سو!
ددغه سمینار د پرانیستې په مراسمو کې مالي او اداري مرستیال محترم مولوي سیف الله خالد او د شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو.
محترم مولوي سیف الله خالد د دغه سمینار جوړول د کارکوونکو د اداري پوهاوي د کچې په لوړولو کې ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د ورځنیو اداري چارو د پرمخ بیولو لپاره د دا ډول سمینارونو جوړول یوه اړتیا ده. هغه زیاته کړه، یاد سمینار د مکروریانونو د ساتنې او څارني دولتي شرکت د کاري فعالیتونو د ښه والي په برخه کې لوی ګام دی.
یاد سمینار دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتی شرکت دبشري منابعو آمریت داستخدام دعمومي مدیروزیر علی انعامي له خوا وړاندې کیږي.