د قراردادونو د څارنې او ارزونې عمومي مدیريت لنډ را پور!

media_admin
Wed, May 31 2023 12:36 PM
عزت الله سلطانی

د مکروریان د ساتنې او مراقبت شرکت د پلان امريت د قراردادونو د څارنې او ارزونې عمومي مدیريت دکړنو او فعاليتونو په اړه دياد مديريت عمومي مدير عزت الله سلطاني د راپور ورکولو په پروګرام کې د دغه مدیریت د فعالیتونو او دندو په اړه خبرې وکړې 
چې ځينې مهم ټکي يې په لاندې ډول دي:
د دندو د قانون او د کاري پلان له مخې، دا ادارې لخوا کېدونکي هغه قراردادونو، پروتوکولونو او یادداشتونو د څارنې په برخه کې چې ددې شرکت او نورو داخلي او بهرنیو ادارو تر منځ ترسره کیږي، خپلې دندې ترسره کوي، ترڅو يې په هراړخيز ډول له مالي او تخنیکي اړخه وارزوي . 
د دې مديريت کارونو بله برخه د تدارکاتو له بهیر څخه څارنه ده او د داوطلبۍ د پروسې له پیل څخه مخکې دا ادارې ټول اسناد ګوري او څیړي يې، له دې وروسته که کوم قانوني خنډ موجود نه وي، اړونده ادارو او څانګوته یې د نورو اقداماتو لپاره لېږي.
د دغه مدیریت موخه د تدارکاتو له بهیر څخه په کلکه څارنه ده، ترڅو ټوله پروسه د تدارکاتو د قانون او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې تطبیق شي او پروسه په شفاف ډول ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS