د مکروریانونو ساتنې او څارنې دولتي شرکت د کارکوونکو د تغییر او تبدیلی !

media_admin
Wed, Jun 07 2023 10:26 AM
نشرات

د مکروریانونو ساتنې او څارني دولتي شرکت د کارکوونکو د نويو بستونو د معرفي کولو په مراسمو کې د دغه شرکت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي سیف الله خالد او یو شمېر آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.                                                              

په دې غونډه کې د لومړي او دوهم مکروریان د ساتنې او مراقبت اداري مدیر محترم حافظ محمد د جنسی محاسبې  د مدیر په توګه، محترم حبیب الرحمان حسیر د جنسی  محاسبې مدیر دخریداري مدیر په توګه، د خریداري مدیرمحترم ګل احمد د لومړي او دوهم مکروریانو دساتنی او مراقبت اداري مدیر په توګه وټاکل سول. محترم مولوي سیف الله خالد د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتی شرکت مالي او اداري مرستیال د مدیرانو د موقف د بدلون په اړه وویل: د شرکت هر آمر، مدیر او کارمند باید خپل موقف ته د امتیاز په سترګه ونه ګوري، بلکې د یو ستر مسؤلیت په سترګه وګوري او د اسلامي امارت  د نظام او د افغانستان د خلکو لپاره صادقانه کار وکړي، هغه زیاته کړه چې موږ د خلکو د نظام او د خدای تعالی په وړاندې حساب ورکوونکی یو. موږ باید د خپلو مادي او معنوي وظیفو د ترسره کولو لپاره خپله هڅه وکړو

.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده

 

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS