د مکروریانونو ساتنې او څارنې دولتي شرکت د کارکوونکو د تغییر او تبدیلی !
د مکروریانونو ساتنې او څارني دولتي شرکت د کارکوونکو د نويو بستونو د معرفي کولو په مراسمو کې د دغه شرکت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي سیف الله خالد او یو شمېر آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د لومړي او دوهم مکروریان د ساتنې او مراقبت اداري مدیر محترم حافظ محمد د جنسی محاسبې د مدیر په توګه، محترم حبیب الرحمان حسیر د جنسی محاسبې مدیر دخریداري مدیر په توګه، د خریداري مدیرمحترم ګل احمد د لومړي او دوهم مکروریانو دساتنی او مراقبت اداري مدیر په توګه وټاکل سول. محترم مولوي سیف الله خالد د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتی شرکت مالي او اداري مرستیال د مدیرانو د موقف د بدلون په اړه وویل: د شرکت هر آمر، مدیر او کارمند باید خپل موقف ته د امتیاز په سترګه ونه ګوري، بلکې د یو ستر مسؤلیت په سترګه وګوري او د اسلامي امارت د نظام او د افغانستان د خلکو لپاره صادقانه کار وکړي، هغه زیاته کړه چې موږ د خلکو د نظام او د خدای تعالی په وړاندې حساب ورکوونکی یو. موږ باید د خپلو مادي او معنوي وظیفو د ترسره کولو لپاره خپله هڅه وکړو
.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده