مخینه

د شرکت پېژندنه:
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې تصدۍ په ۱۳۴۶ کال کې لومړی ۲۳ بلاکونو او وروسته بیا ۴۹ بلاکونو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه تاسیس شوه، چې د تصفیه خانې، کانالیزاسیون، مرکز ګرمۍ، ساتنې او څارنې او نور انجنیري او تخنیکي خدمتونو په لرلو سمبال وه. یادې تصدۍ د ۱۴۲۲ ه ق کال د رسمي جریدې د ۷۹۸  ګنې مقررې له مخې فعالیت کاوه، چې د ۳۰/۹/۱۳۹۹ د وخت ولسمشر د ۲۶۵۳ ګڼې فرمان او د دولتي شرکتونو د قانون له مخې له تصدۍ څخه دولتي شرکت ته تغییر د شخصیت وکړ او اوسمهال د ځانګړې اساسنامې په لرلو سره د دولتي شرکتونو په چوکاټ کې د مکروریانو د تاسیساتو او اړوندو پروژو د ساتنې، څارنې او خدماتو وړاندې کولو په برخو کې فعالیت کوي.
 د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د ټاکل شویو مقرراتو او اساسنامې له مخې خپل ټول مصارف له خپلو ترلاسه شویو عوایدو لکه د خدماتو ټکس، د جایدادونو کرایې او اجارې څخه پوره کوي او دولت ته هم یوه اندازه مالیه ورکوي. یاد شرکت دمګړۍ د مکروریانونو ۱۲۸ او د نورو پروژو ۱۴۰ بلاکونو ته ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.
لرلید:
د لوړ او با کیفیته خدماتي سیستم جوړول او هغه ته پراختیا ورکول، ترڅو وکولای شي د مکروریانونو اوسېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او یاد خدمات نورو دولتي او غیر دولتي سیمو ته وغځوي.
رسالت:
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت په اوس وخت کې د یوې خدماتي ادارې په توګه د مکروریانونو او اړوندو پروژو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي او د اوسېدونکو د اړتیاوو سره سم هغوی ته د اوبو رسولو، دفع کانالیزاسیون، سرسبزۍ او حفظ او مراقبت خدمات وړاندې کوي.
موخې:
 ۱ـ د کیفیت، موثریت او مصؤنیت په نظر کې نیولو سره د اوسېدونکو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کول. 
۲ـ د مکروریانو د تاسیساتو او اړوندو پروژو د معیاري او پر وخت ساتنې او څارنې ته زمینه برابرول.
۳ـ په ملي پراختیا، اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او کارموندنه کې د شرکت ګډون ته زمینه برابرول.
۴- په شرکت کې د خصوصي پانګونې د جذب لپاره زمینه برابرول.
۵ـ د ګټې ترلاسه کولو او مالي اړخ تقویې په موخه د باکیفیته خدماتو وړاندې کول.
خدمات:
۱ـ د ۱۸ څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې د څښاک د اوبو رسول او وېش؛
۲ـ عمومي تصفیه خانې ته د مکروریانونو اړوند بلاکونو، شخصي ودانیو او د دولتي دفترونو فاضلاب کانالیزاسیون انتقال.
۳ـ  د قلعه وزیر پمپ ستیشن په دستګاه کې د کابل په کچه د دولتي او شخصي فاضلاب ټانکرونو تخلیه.
۴ـ  د نجارۍ، برېښنا، نلدوانۍ په ګډون د اپارتمانونو داخلي ترمیم.
۵ـ  د لومړی، دویم، درېیم، درېیم الف، څلورم مکروریانونو او اړوندو پروژو ابیاري او سرسبزي.
۶ـ  د لومړی، دویم، درېیم، درېیم الف او څلورم مکروریانونو د بلاکونو د کورونو تودولو په موخه د مرکز ګرمۍ د خدمتونو وړاندې کول.
۷ـ  له اپارتمانونو څخه د جامد کثافاتو لېږد.
۸¬ـ د تدارکاتي قانون او طرزالعمل په اساس د شرکت د اضافي جایداونو (دوکانونه، کانتینرونه او نورې ساحې) اشخاصو ته په کرایه او اجارې ورکول.