د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې، هغه د پروژې انجنیرانو او کارګرانو سره خبرې وکړې او د دې طرحې چالشونو او لاسته راوړنو سره نږدې آشنا شو. هغه ټینګار وکړ چې دا پروژه نه یوازې په سیمه کې د ورزش ترویج ته مرسته کوي، بلکې د کار فرصتونه رامنځته کوي او د ټولنیزې روحیې لوړولو کې هم مرسته کوي.
دشرکت سوداګریز رئیس همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې د دې میدانونوکار ژر تر ژره بشپړول اهمیت لري او له کارګرانو یې غوښتنه وکړه چې د معیارونو په پام کې نیولو سره، د دې پروژې کار په وخت بشپړ کړي. تمه کیږي چې دې میدانونو ته ژر پرانسته ورکړل شي او د مکروریانونونو په سیمه کې د مهم ورزشي مرکزونو په توګه وکارول شي. باید یادونه وشي چې دا پروژه د خصوصي پانګونې له لارې جوړېږي.