د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

media_admin
Sat, May 10 2025 11:39 AM
media

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان  په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.

 

په دې لیدنه کې، هغه د پروژې انجنیرانو او کارګرانو سره خبرې وکړې او د دې طرحې چالشونو او لاسته راوړنو سره نږدې آشنا شو. هغه ټینګار وکړ چې دا پروژه نه یوازې په سیمه کې د ورزش ترویج ته مرسته کوي، بلکې د کار فرصتونه رامنځته کوي او د ټولنیزې روحیې لوړولو کې هم مرسته کوي.

 

 

دشرکت سوداګریز رئیس  همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې د دې میدانونوکار ژر تر ژره بشپړول اهمیت لري او له کارګرانو یې غوښتنه وکړه چې د معیارونو په پام کې نیولو سره، د دې پروژې کار په وخت بشپړ کړي. تمه کیږي چې دې میدانونو ته ژر پرانسته ورکړل شي او د مکروریانونونو په سیمه کې د مهم ورزشي مرکزونو په توګه وکارول شي. باید یادونه وشي چې دا پروژه د خصوصي پانګونې له لارې جوړېږي.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS