د قلعه زمان دفاضله اوبو تصفیه خانې دستګاه به بیا فعاله کیږي.

media_admin
Wed, Dec 06 2023 10:12 AM
media

د قلعه زمان خان د فاضله اوبو د تصفیه خانې دستګاه چې په ۱۳۴۶ کال کې د فاضله اوبود تصفیې په موخه جوړه شوه وه. په هغه وخت کې د عصر ټکنالوجي کارول کیده او دا په سیمه کې ترټولو لوی  دفاضله اوبو تصفیه خانه ګڼل کېده.  دغه دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۸۰۰۰ متر مکعبه فاضله اوبو د تصفیې ظرفیت لري. چې کلونه وړاندې د هیواد دداخلي جګړو له امله یې فعاللت په ټپه ولاړ و.

خوشبختانه د مکروریانو د ساتني او څارني دولتې شرکت د اوبو رسولو او کانالیزاسیون آمریت خپل تخنیکي او عملیاتي پرسونل پرمټ د شرکت له شته امکاناتو  څخه په ګټې اخیستنې سره د دې دستګاه د ترمیم کار پیل کړ.چې د لومړني ترمیم چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه دستګاه په پشپړ ډول بیا فعاله او د ګټې اخیستنې وړ به وګرځي .

 

دقلعه زمان  تصفیه خانې دستګاه د هیواد یو له ملي شتمنیو څخه ده. ­­­­ او دا دستګاه باید یو ځل بیا فعاله شي  دمکروریانونو او د کابل عزتمنو اوسیدونکو ته د فاضله اوبو  تصفیه خدمات وړاندې شي. انجینر فتح خان حیدري دغه څرګندونې د قلعه زمان خان د تصفیه خانی د ترمیم  چارو د کتنې پر مهال وکړې او د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو ته یې کاري کالي، دستکشې او حفاظتي خولۍ هم وویشل.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS