د قلعه زمان دفاضله اوبو تصفیه خانې دستګاه به بیا فعاله کیږي.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۱۲
media

د قلعه زمان خان د فاضله اوبو د تصفیه خانې دستګاه چې په ۱۳۴۶ کال کې د فاضله اوبود تصفیې په موخه جوړه شوه وه. په هغه وخت کې د عصر ټکنالوجي کارول کیده او دا په سیمه کې ترټولو لوی  دفاضله اوبو تصفیه خانه ګڼل کېده.  دغه دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۸۰۰۰ متر مکعبه فاضله اوبو د تصفیې ظرفیت لري. چې کلونه وړاندې د هیواد دداخلي جګړو له امله یې فعاللت په ټپه ولاړ و.

خوشبختانه د مکروریانو د ساتني او څارني دولتې شرکت د اوبو رسولو او کانالیزاسیون آمریت خپل تخنیکي او عملیاتي پرسونل پرمټ د شرکت له شته امکاناتو  څخه په ګټې اخیستنې سره د دې دستګاه د ترمیم کار پیل کړ.چې د لومړني ترمیم چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه دستګاه په پشپړ ډول بیا فعاله او د ګټې اخیستنې وړ به وګرځي .

 

دقلعه زمان  تصفیه خانې دستګاه د هیواد یو له ملي شتمنیو څخه ده. ­­­­ او دا دستګاه باید یو ځل بیا فعاله شي  دمکروریانونو او د کابل عزتمنو اوسیدونکو ته د فاضله اوبو  تصفیه خدمات وړاندې شي. انجینر فتح خان حیدري دغه څرګندونې د قلعه زمان خان د تصفیه خانی د ترمیم  چارو د کتنې پر مهال وکړې او د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو ته یې کاري کالي، دستکشې او حفاظتي خولۍ هم وویشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

د مکروریانونو معلوماتي سیستم (MRMC-MIS) روزنیز سیمینارپه ۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نیټه کې دایر شو!

یاد سیمینار چې د سیسټم او معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت اودمخابراتو او  ټکنالوجۍ  وزارت د سیستمونو انسجام او تضمین کیفیت ریاست په همغږۍ لخوا په لار اچول شوی وو. چې د آمریت اداری د محاسبه جنسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

دلومړی مکروریانو دمړولمبولو خونه بیارغونې کار بشپړ شو!

د لومړی مکروریانو د مړولمبولو خونه، چې د ډیروکلونو راهیسی غیر فعاله وه، اود لومړی مکروریانونو اوسیدونکي په دې برخه کې ډیرو ستونزو سره مخ وو

یاده خونه د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د لومړی مکروریانونو د مړولامبولو خونې د بیارغونې کار جریان!

نوموړې مړو لامبولو خونه چې د لومړی مکروریانونو د اتم (۸) او پنځه پنځوسم (55) بلاکونو ترمینځ موقعیت لري, د ډیری کلونو را هیسې ترمیم شوې نه وه او په ویجاړ حالت یي درلود. چې د مکروریانونو. . .

BACK TO NEWS