د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعهکشۍ رسمي غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه!
کابل – ۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعهکشۍ غونډه د روان کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په رسمي او شفاف ډول ترسره شوه. غونډه د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه،
دا دوکانونه وار له مخې د شرکت له رسمي ویب پاڼې، فېسبوک، او ټویټر له لارې اعلان ته سپارل شوي وو، ترڅو ټولو علاقمندانو ته د ګډون فرصت مساعد شي. د قرعه کشۍ پروسه د شرکت د ځانګړي او ټاکل شوي هیئت تر مستقیم څار لاندې ترسره شوه، ترڅو دا بهیر په بشپړ شفافیت، عدالت او بې طرفۍ سره عملي شي.
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت تل هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې، خدماتي او ټولنیزې چارې د قانون، عدالت او روڼتیا پر بنسټ ترسره کړي، او خپلو ښاریانو ته د کاری فرصتونو برابرولو په برخه کې رڼې او شفافی پروسې عملي کړي.