دمکروریانونو ساتنې او څارنې دولتي شرکت معلوماتي سیسټم (MRMC-MIS) د یوې رسمی غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو !

media_admin
Tue, Dec 26 2023 10:59 AM
media

د مکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت په کچه یاد معلوماتي سیستم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په همکاري څه موده وړاندې یې چارې پیل او (۱۴۰۲-۱۰-۴) نېټه یې د پلی کولو په موخه پرانیسته وشوه .

یاده غونډه چې د مکروریانونو ساتنې او څارنې دولتي شرکت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې کلام الله پاک څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې د شرکت رئیس مولوی عبدالله مسلم هر اړخیزې او د برښنایي حکومتولۍ اړه تفصیلي خبرې وکړې او د یاد سسیتم په برخه یې د کارکوونکو هلې ځلی و ستایلي او مننه یې ترې وکړه ، ورپسې د دولتي شرکتونو لوری رئیس مولوی عبدالحمید اخندزاده عالمانه وینا وکړه او سیستم جوړونه یې د عصر غوښتنه وبلله او په چارو کې د اخلاص ماده یې اړینه یاده کړه ، ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیستمونو انسجام او تضمین کیفیت رئیس پوهنیار عبدالرحمن صافي ارزښتناکې خبرې وکړې او د سیستمونو په ارزښت او مؤثریت یې رڼا واچوله .

یاد سیستم چې د اوسني عصر په پرمختللې ټکنالوجۍ او پریمورکونو څخه په ګټه اخیستنې جوړ شوی ، د یاد سیستم پر مټ به  چارې ګړندۍ ، شفافې او مؤثرې شي  د وخت او سرچینو له سپما څخه به تر ډېره بریده مخنیوی وکړي .

په ورته مهال هغه کارکوونکي او مسؤلین په ستاینلیکونو و ستایل شول چې د یاد سیستم  جوړولو برخه کې یې همکاري کړې ده ، غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده او سیستم عملاً د کلیک په کولو سره پرانیستل شو .

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS