دبرښنايي حکومتوالی پر لور چټک ګامونه!
دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت د کارمندانو دحاضرۍ کتابي بڼه په لومړی ځل الکترونکې سیستم ته تبدیل سول ، چې نوموړی سیستم نن د چهارشبنې په ورځ ۱/۸/۱۴۴۴نېټه د شرکت د رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم ، مالي او اداري معاون محترم رحمت الله شاهین او دمختلفو برخو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل سو ، د شرکت رئيس په خپلو خبروکې زیاته کړه چې په دې سیستم سره به ټوله کارمندان نور هم د وخت مدیریت ته ژمن پاتې سي .
یاده دې وي چې دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت د اوسني رئیس په راتګ د شرکت په مختلفو برخو کې د پخوانی کتاب او قلم سیستم پرځای پر برښنايي سیستمونو کار روان دی چې په نژدی راتلونکې وختونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل سي، تر څو په چارو کې شفافیت ، سرعت او دټولو مراجعینو غوښتونو ته په کم وخت او لږ پرسونل سره رسیدګي وسي، او همدارنګه ټولو مسؤلینو درهبرۍ دپوره ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه چې دټولو چارو په ترسره کولو کې يې تل حمایه کړي او وخت په وخت يې ورته د پرمختګ لپاره لازم هدایات کړي .