دبرښنايي حکومتوالی پر لور چټک ګامونه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۵:۱۹
نشرات

دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت  د کارمندانو دحاضرۍ  کتابي بڼه  په  لومړی ځل  الکترونکې سیستم ته تبدیل سول ،  چې نوموړی سیستم نن د چهارشبنې  په ورځ  ۱/۸/۱۴۴۴نېټه  د شرکت  د رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم ،  مالي او اداري معاون محترم رحمت الله شاهین  او دمختلفو برخو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل سو ،  د شرکت  رئيس   په خپلو خبروکې  زیاته کړه  چې په دې سیستم سره  به ټوله کارمندان  نور هم  د وخت مدیریت ته  ژمن پاتې سي .

 یاده دې وي چې دمکروریانونو  دساتنې او څارنې دولتي شرکت   د اوسني رئیس   په راتګ  د شرکت په  مختلفو برخو کې د پخوانی کتاب او قلم  سیستم پرځای پر برښنايي سیستمونو کار روان دی  چې  په نژدی راتلونکې وختونو کې به ګټې  اخیستنې ته وسپارل سي، تر څو په چارو کې شفافیت ، سرعت او دټولو مراجعینو غوښتونو ته په کم  وخت  او  لږ پرسونل سره  رسیدګي وسي، او همدارنګه ټولو مسؤلینو درهبرۍ دپوره ملاتړ څخه خوښي څرګنده  کړه چې دټولو چارو په ترسره کولو کې يې تل حمایه کړي او وخت په وخت يې ورته د پرمختګ لپاره لازم هدایات کړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS