دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې داغمه جنراتورونه دلیلام جلسه ترسره شوه!
داچې څه وخت وړاندې د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې جنراتوونه دآزادې لیلام په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک صفحې, او د امارتي شرکتونو رهبری پلاوی له فیسبوک صفحه د مالیې وزارت رسمی ویب سایت له لاري اعلان ته سپارل شوې وو چي په ۲۳/ رمضان/۱۴۴۵ هـ ق نېټه دمالیې وزارت د لیلام آمریت د هیئت او د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت ټاکل شوي هیئت تر څارني لاندې دا دبهیر کی ترسره شو.