د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ او بشپړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۰:۴۴
پلان

په لومړي ځل د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت لپاره هر اړخیز ستراتېژیک پلان جوړ او په اړه یې د دې شرکت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د شرکت عمومي رییس، پوهنمل غلام عمر عبدالله په ګډون محترمو معاونینو او آمرینو هم برخه اخیستې وه او د یاد پلان په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل، چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو بشپړ ستراتېژیک پلان جوړ شوی چې په خبره یې د یاد پلان په پلي کېدو سره به د مکروریانونو اوسېدونکو ټولې اړتیاوې ځواب او د شرکت ټولې موخې به هم ترلاسه شي.

دغه ستراتېژیک پلان د دې شرکت د پلان او پالیسۍ آمریت په نوښت او د مجربو کارکوونکو په همکارۍ او همغږۍ جوړ شوی دی.

یاد ستراتېژیک پلان له درېیو اساسي برخو عمومي مالومات، د ستراتېژیو تدوین او عملیاتي برنامې څخه جوړ شوی، چې پکې د شرکت د بهبود لپاره بېلابېلې ستراتېژۍ تدوین شوې دي.

دغه پنځه کلن پلان د شرکت ارزښتونه، لرلید، ماموریت، د شرکت ستراتېژیک لومړیتوبونه، د شرکت ستراتېژیک وضعیت، د SWOT تحلیل د QSPM په اساس ستراتیژیک لومړیتوبونو ټاکل او د راتلونکو پنځو کالونو لپاره عملیاتي برنامې، پراختیایي چارې او پنځه کلنه بودجه په ځان کې رانغاړي.

د یادونې ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکو پنځو کلونو یو بشپړ استراتېژیک پلان چمتوي کوي.

د دې ستراتېژیک پلان په تطبیق سره به شرکت وکړای شي، په سیستماتیک او تدریجي ډول خپلو ستراتېژیکو موخو ته ځان ورسوي او خپله ستراتیژیکه بقا به تضمین کړي، یاد ستراتیژیک پلان د شرکت د ټولو برخو لپاره د بشپړ لارښود حیثیت لري،چې اړوند معاونیتونه او مدیریتونه به خپلې ټولې چارې د همدې پلان په رڼا کې تر سره کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

بازدید رئیس تجارتی شرکت از روند کار ساخت سه میدان فوتسال در مکروریان اول!

رئیس تجارتی شرکت، از روند ساخت سه میدان فوتسال واقع در مکروریان اول بازدید کرد. این بازدید با هدف بررسی پیشرفت پروژه و ارزیابی کیفیت ساخت و ساز انجام شد.

در طول بازدید، ایشان با. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

باز دید رئیس تجارتی شرکت از جریان کار بازسازی میدان فوتبال مکروریان اول !

میدان ورزشی مکروریان اول که 7602 متر مربع زمین را احتوا می نماید و نیاز به باز سازی داشت از طریق سرمایه گذاری خصوصی به ارزش دو ملیون افغانی باز سازی میشود.

بازسازی میدان فوتبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

پروسه قرعه کشی 15 باب دکان برگزار گردید!

محفل با تلاوت آیات از قرآن عظیم الشان آغازگردید الیوم مورخ 9 ثور سال 1404 پروسه  قرعه کشی پانزده (15) باب دکاکین ملکیت شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکروریانها که قبلا از طریق آدرس های رسمی. . .

BACK TO NEWS