د مکروریانونو او اړوندو پروژو وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۲:۵۰
رییس شرکت

نن سه‌شنبه د ۱۴۰۱ کال د میزان ۲۶مه نېټه د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت رهبرۍ او د مکروریانونو او اړوندو پروژو یو شمېر وکیلانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د شرکت د وروستیو لاسته‌راوړنو، د مرکز ګرمۍ سیسټمونو او پر اوسېدونکو د پاتې مقروضیتونو په اړه خبرې اترې وشوې.

په پیل کې د شرکت تخنیکي او عملیاتي معاون ښاغلي انجنیر مجاهد انصار د مرکز ګرمۍ د بیا فعالېدو په اړه وویل، چې هغه سیسټمونه چې د تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له کاره لوېدلې وو، د تخنیکي ټیم په هڅو بېرته جوړ او فعاله شول.

د نوموړي په خبره، د درېیم او څلورم مکروریاتونو د مرکز ګرمۍ دستګاه په بشپړه توګه چمتو ده او اوسمهال د سون توکو په برابرولو برخه کې د مالیې او بهرنیو چارو د محترمو وزارتونو سره په ګډه همکاري روانه ده.

هغه وویل:

«د سون توکو برابرولو لپاره هم پلان په نظر کې نیول شوی چې د نهايي پرېکړې وروسته به یې په اړه عملي کړنې ترسره شي.»

په ورته مهال د شرکت تجارتي معاون محترم حافظ عمادالدین سراج هم په خپل وار ګډونوالو ته د مکروریانونو د ساحاتو، سیستمونو او پر خلکو د دې شرکت د مقرضویتونو په اړه مالومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د مکروریانونو اوسېدونکي شاوخوا ۴۴۱ میلیون افغانۍ د دې شرکت پوروړي دي چې په خبره یې دا د بیت‌المال پیسې دي او هڅې روانې دي څو دا مقروضیتونه راټول شي.

ښاغلي سراج همدا راز د راتلونکو پلانونو په اړه وویل، چې ډېر ژر به مکروریانونو کې د اوبو لپاره منظم میترونه نصب، ځینې سیمې ترمیم، ګلخانې جوړې او پارکېنګونه به ورغول شي، چې ورسره به مکروریانونو ته ظاهري ښکلا هم وروبښي.

هغه ټینګار وکړ، چې د مقروضیتونو نه ورکړې په صورت کې به پر بلاکونو د اوبو سیسټم بند شي او ټول مسوولیت به یې هغو ته راجع وي، چې خپل پورونه نه ورکوي.

په دې غونډه کې د مکروریانونو او اړوندو پروژو د وکیلانو په استازیتوب هم دوو وکیلانو خبرې وکړې او خپل یو شمېر ستونزې یې د شرکت له رهبرۍ سره شریکې کړې.

هغوی همدا راز د شرکت د رهبرۍ وروستې کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د خدمتونو ښه وړاندې کولو په برخه دې نور هم کار وشي.

په پای کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت رییس پوهنمل غلام عمر عبدالله د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې یادو برخو ته په جدي توګه پاملرنه وشي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې شرکت په ډېریو برخو کې بې‌ساري لاسته‌راوړنې لرلي، چې ښه مثال یې خلکو ته د اوبو رسولو سیستم دی چې ۹۰ سلنه ستونزې یې حل کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د شرکت هر غړی د یوه مسوول په توګه دا دنده لري، چې اوسېدونکو ته ځواب ویوونکی واوسي.

 

 

د نشراتو عمومي مدیریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

بازدید رئیس تجارتی شرکت از روند کار ساخت سه میدان فوتسال در مکروریان اول!

رئیس تجارتی شرکت، از روند ساخت سه میدان فوتسال واقع در مکروریان اول بازدید کرد. این بازدید با هدف بررسی پیشرفت پروژه و ارزیابی کیفیت ساخت و ساز انجام شد.

در طول بازدید، ایشان با. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

باز دید رئیس تجارتی شرکت از جریان کار بازسازی میدان فوتبال مکروریان اول !

میدان ورزشی مکروریان اول که 7602 متر مربع زمین را احتوا می نماید و نیاز به باز سازی داشت از طریق سرمایه گذاری خصوصی به ارزش دو ملیون افغانی باز سازی میشود.

بازسازی میدان فوتبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

پروسه قرعه کشی 15 باب دکان برگزار گردید!

محفل با تلاوت آیات از قرآن عظیم الشان آغازگردید الیوم مورخ 9 ثور سال 1404 پروسه  قرعه کشی پانزده (15) باب دکاکین ملکیت شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکروریانها که قبلا از طریق آدرس های رسمی. . .

BACK TO NEWS