ظرفیت لوړولو !
د اداري اخلاقو تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام د شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو!
پروګرام د قران عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
دغه درې ورځنی پروګرام د دغه شرکت د انساني سرچینو آمریت تر مدیریت لاندې د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت په تالار کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
په دې پروګرام کې د شرکت کارکوونکو برخه اخیستې وه او دوی د ورځنیو چارو د پرمخ بیولو لپاره د دا ډول سیمینارونو په لاره اچول ګټور وبلل .