د تهیه مسکن پروژې په امنیتي بلاکونو کې د څښاک اوبو د ذخیرې پروژه پرانیستل شوه!
غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
دغه ذخیره چې د ۲۰ مترو په لوړوالي د ۳۰ متر مکعب د څښاک د اوبو ظرفیت لري د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوې ده.
د دغې پروژې د پرانیستلو پر مهال د یاد شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال مــــجـــاهـــــد انــــصـــــار وویل، د مکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت مشرتابه پلاوی ژمن دی، چې د مکروریانو او اړوندو پروژو په برخه کې درنو اوسیدونکو ته په سمه او پر وخت خدمات وړاندې کړي. تل هڅه کوي چې د دغه شرکت د خدمتونو کچه لوړه کړي، ترڅو د مکروریانو او اړوندو پروژو کې د دې شرکت درنو اوسیدونکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې نورې ستونزې نه وي.
د يادونې وړ ده، چې د امنيتي بلاکونو پروژې اړوند د سيمې اوسېدونکي له دې وړاندې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ وو، چې د يادې ذخيرې په جوړېدو سره د دوی ستونزې هوارې شوې دي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.