د تهیه مسکن پروژې په امنیتي بلاکونو کې د څښاک اوبو د ذخیرې پروژه پرانیستل شوه!

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۲:۵۹
media

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغه ذخیره چې د ۲۰ مترو په لوړوالي د ۳۰ متر مکعب د څښاک د اوبو ظرفیت لري د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د دغې پروژې د پرانیستلو پر مهال د یاد شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال مــــجـــاهـــــد انــــصـــــار وویل، د مکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت مشرتابه پلاوی ژمن دی، چې د مکروریانو او اړوندو پروژو په برخه کې درنو اوسیدونکو ته په سمه او پر وخت خدمات وړاندې کړي. تل هڅه کوي چې د دغه شرکت د خدمتونو کچه لوړه کړي، ترڅو د مکروریانو او اړوندو پروژو  کې د دې شرکت درنو اوسیدونکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې نورې ستونزې نه وي.

د يادونې وړ ده، چې د امنيتي بلاکونو پروژې اړوند د سيمې اوسېدونکي له دې وړاندې د څښاک  اوبو له کمښت سره مخ وو، چې د يادې ذخيرې په جوړېدو سره د دوی ستونزې هوارې شوې دي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS