د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
media

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن پنجشنبه د 1403 مالي کال د وږي میاشتي په  ۲۹مه نېټه تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د هغو ستونزو د حل په موخه خبرې وشوې چې د لس پوړیزو بلاکونو اوسیدونکې له کلونو را هیسي ور سره مخامخ و او د حل په موخه یې عملي ګام نه و اخیستل شوی.
همدا راز ستونزو ته  پر وخت د رسیدني په پار یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو چې یو څپر کی او (9) مادي لري چې د دواړو اړخونو مسئولیتونه په واضح او روښانه ډول پکي ذکر شوي دي او دواړه لوري یې ځانونه په عملي کولو مسئول ګڼې.
په پای کې د لس پوړیزو بلاکونو سپین ږیرو او مخورو د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له یادې کړنې څخه خوښي څرګنده کړه او په یاده برخه کې یې  د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
غونډه د خیر په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS