د شرکت د سوداګرۍ رئیس د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د بیارغونې پروسې څخه لیدنه وکړه!

media_admin
Sat, May 10 2025 10:54 AM
Media

 دلومړی مکروریانونو ورزشي میدان چې په 7602 متر مربع ځمکه باندې  د خصوصي سکتور د پانګونې په ملتیا یې د رغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت روانې  دي .

د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د دې سیمې د ورزشي بنسټونو د ښه کولو لپاره یوه مهمه پروژه ده، دا پروژه د ورزشي امکاناتو د لوړولو ،  ځوانانو او ماشومانو لپاره د ورزشي او تفریحي فعالیتونو لپاره مناسب ځای برابرولو په موخه پیل شوې ده. په دې کې به دوه د فوټسال میدانونه، د کرکت اکاډمي او د ټینس میدان شامل وي.

په دې ورزشي تاسیساتو کې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي، لکه د لوړ کیفیت لرونکي مصنوعي چمن کارول د ځمکې د اوږدمهاله استعمال لپاره د عصري روښنايي سیستم نصب، د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه جوړول، د غیر مجاز لاسرسي مخنیوي لپاره د خنډونو نصب او د تجهیز شوو کانتینونو په پام کې نیول شوي دي. انشاء الله چې  په نږدې راتلونکي کې به د دې ورزشي کمپلکس د پرانیستې شاهدان یو.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 12:12 PM
Background image

The opening ceremony of the tree planting festival was held in the first Macroryan amusement park!

The opening ceremony of the tree planting festival today was held on 10/8/1445 (corresponding to 1/1/1403) with the presence of Mr. Mujahed Ansar، the technical and operational vice. . .

BACK TO NEWS