د ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت لنډ کاری ریپورټ!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۳۵
لوګو

 

محترم حافظ سید حمدالله اغا د مکروریانو د ساتنې او پالنې دولتی شرکت د ظرفیت لوړونې عمومي مدیر د دې ادارې د فعالیتونو او دندو په تړاو؛وویل:

د دندوکاری لایحه او پلان په پام کې نیولو سره، د ظرفیت لوړولومدیریت د نیاز سنجی فورمه ترتیب کړې او ټولو اړوندو څانګو ته یې لیږلې، ترڅو ټولې څانګې وکولی شي هغه پروګرامونوته چې دوی ورته اړتیا لري مشخص کړي او بیرته یې دې مدیریت ته واستوي؛ وروسته دغه مدیریت د اړوندو څانګو د اړتیا په پام کې نیولو سره په کلني پلان کې شامل کړي ده.

د دې ادارې کلنی کاري پلان اود نیازسنجی  فورمې  په نظر سره نیولو پروګرامونو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې پلي کیږي. دغه راز د کاري پلان له مخې، دغې ادارې د GIS پروګرامونه، د څاه ګانو جوړول،  واټرجیم او اداري او اصلاحي مدیریت پروګرامونه په لاره اچولي او د اړوندو څانګو زیات شمېر کارکوونکي یې روزلي دي.

دا شرکت له کورنیو او بهرنیو څانګو سره په اړیکه کې دی او ښه همغږي لري، دوی د اړتیا په صورت کې له دې څانګې سره همکاري کوي، ترِ دې دمه یې د دې شرکت کارکوونکو ته له شرکت څخه بهر په تخنیکي څانګو کې روزنه ورکړې او روزل شوي کارمندان به یې وروسته د شرکت په داخل کي په همدې مناسبت ورکشاپونه د شرکت د کارمندانو لپاره  پرانستلي ترڅو نور کارمندان وکولی شي د دې پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي.

  په دې وروستیو کې د ظرفیت لوړونې مدیریت په دوه دوره د شپژو ورځو لپاره اداري او اصلاحي روزنیز پروګرام په لاره واچاوه چې په ترڅ کې یې د تربیتی او ادارې اساساتو  په اړه معلومات ورکړل شول.

 دا اداره تل هڅه کوي چې د کارکوونکو د اړتیاوو سره سم ورکشاپونه او سیمینارونه په لاره واچوي، ترڅو د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ګټور او ارزښتناک وي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

بازدید رئیس تجارتی شرکت از روند کار ساخت سه میدان فوتسال در مکروریان اول!

رئیس تجارتی شرکت، از روند ساخت سه میدان فوتسال واقع در مکروریان اول بازدید کرد. این بازدید با هدف بررسی پیشرفت پروژه و ارزیابی کیفیت ساخت و ساز انجام شد.

در طول بازدید، ایشان با. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

باز دید رئیس تجارتی شرکت از جریان کار بازسازی میدان فوتبال مکروریان اول !

میدان ورزشی مکروریان اول که 7602 متر مربع زمین را احتوا می نماید و نیاز به باز سازی داشت از طریق سرمایه گذاری خصوصی به ارزش دو ملیون افغانی باز سازی میشود.

بازسازی میدان فوتبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

پروسه قرعه کشی 15 باب دکان برگزار گردید!

محفل با تلاوت آیات از قرآن عظیم الشان آغازگردید الیوم مورخ 9 ثور سال 1404 پروسه  قرعه کشی پانزده (15) باب دکاکین ملکیت شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکروریانها که قبلا از طریق آدرس های رسمی. . .

BACK TO NEWS