ګډون او همکاري!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۶:۶
نشرات

په شهرارا پروژه کې د څښاک  اوبو څاه وکیندل سو او ګټه اخستینی ته وسپارل سو.

د څښاک  اوبو  څاه د پرانیستلو په مراسمو کې د شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال،  یو شمېر آمرین او د شهرارا پروژې اوسېدونکو حضور درلود.

محفل د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سو!

بیا د یاد شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال محترم انجنیر مجاهد انصار وویل، د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت رهبري پلاوي تل هڅه کړې چې د مکروریانونو او اړونده پروژو عزتمنو اوسیدونکو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي. انجنیر مجاهد انصار ټینګار وکړ چې د څښاک  اوبو کموالی د اقلیم په وړاندې یوه لویه ننګونه ده. چې ټوله نړۍ یې تر پوښښ لاندې راوستې ده او موږ باید د اوبو د ژغورلو له اصولو کار واخلو. نوموړي د شهرارا پروژې له اوسېدونکو څخه د څښاک د پاکو اوبو د څاه په کیندلو کې د دوی له همکارۍ نه مننه وکړه او ویې ویل چې دا د افغانستان له اسلامي امارت سره د خلکو همکارۍ ښه بېلګه ده او موږ هم د خلکو له همکارۍ څخه دریغ ونه کړو.

د شهرارا پروژې د قدرمنو اوسېدونکو په استازيتوب حاجي محمد اکبر درمان وويل، د مکروريانونو دساتني او څارني دولتي شرکت مشرتابه تل د اوسیدونکې ټولې ستونزې په صبر سره اورېدلې او د حل لپاره يې پر وخت اقدامات کړي دي. د دې یو روښانه مثال د څښاک د اوبو د څاه کیندل دي. هغه زياته کړه، چې د شهرارا پروژې اوسېدونکي د څښاک  اوبو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د دې څاه په کیندلو سره د دوی ستونزې هوارې شوې او د مکروریانونو د ساتنې اوڅارني  دولتي شرکت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه او ویې ویل چې ولس د اسلامي امارت له نظام سره په ځانګړې توګه د مکروریانو د ساتني اوڅارني دولتي شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

بازدید رئیس تجارتی شرکت از روند کار ساخت سه میدان فوتسال در مکروریان اول!

رئیس تجارتی شرکت، از روند ساخت سه میدان فوتسال واقع در مکروریان اول بازدید کرد. این بازدید با هدف بررسی پیشرفت پروژه و ارزیابی کیفیت ساخت و ساز انجام شد.

در طول بازدید، ایشان با. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

باز دید رئیس تجارتی شرکت از جریان کار بازسازی میدان فوتبال مکروریان اول !

میدان ورزشی مکروریان اول که 7602 متر مربع زمین را احتوا می نماید و نیاز به باز سازی داشت از طریق سرمایه گذاری خصوصی به ارزش دو ملیون افغانی باز سازی میشود.

بازسازی میدان فوتبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

پروسه قرعه کشی 15 باب دکان برگزار گردید!

محفل با تلاوت آیات از قرآن عظیم الشان آغازگردید الیوم مورخ 9 ثور سال 1404 پروسه  قرعه کشی پانزده (15) باب دکاکین ملکیت شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکروریانها که قبلا از طریق آدرس های رسمی. . .

BACK TO NEWS