ګډون او همکاري!
په شهرارا پروژه کې د څښاک اوبو څاه وکیندل سو او ګټه اخستینی ته وسپارل سو.
د څښاک اوبو څاه د پرانیستلو په مراسمو کې د شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال، یو شمېر آمرین او د شهرارا پروژې اوسېدونکو حضور درلود.
محفل د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سو!
بیا د یاد شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال محترم انجنیر مجاهد انصار وویل، د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت رهبري پلاوي تل هڅه کړې چې د مکروریانونو او اړونده پروژو عزتمنو اوسیدونکو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي. انجنیر مجاهد انصار ټینګار وکړ چې د څښاک اوبو کموالی د اقلیم په وړاندې یوه لویه ننګونه ده. چې ټوله نړۍ یې تر پوښښ لاندې راوستې ده او موږ باید د اوبو د ژغورلو له اصولو کار واخلو. نوموړي د شهرارا پروژې له اوسېدونکو څخه د څښاک د پاکو اوبو د څاه په کیندلو کې د دوی له همکارۍ نه مننه وکړه او ویې ویل چې دا د افغانستان له اسلامي امارت سره د خلکو همکارۍ ښه بېلګه ده او موږ هم د خلکو له همکارۍ څخه دریغ ونه کړو.
د شهرارا پروژې د قدرمنو اوسېدونکو په استازيتوب حاجي محمد اکبر درمان وويل، د مکروريانونو دساتني او څارني دولتي شرکت مشرتابه تل د اوسیدونکې ټولې ستونزې په صبر سره اورېدلې او د حل لپاره يې پر وخت اقدامات کړي دي. د دې یو روښانه مثال د څښاک د اوبو د څاه کیندل دي. هغه زياته کړه، چې د شهرارا پروژې اوسېدونکي د څښاک اوبو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د دې څاه په کیندلو سره د دوی ستونزې هوارې شوې او د مکروریانونو د ساتنې اوڅارني دولتي شرکت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه او ویې ویل چې ولس د اسلامي امارت له نظام سره په ځانګړې توګه د مکروریانو د ساتني اوڅارني دولتي شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.