په لومړي مکروریانونو کې د یوې حلقې ژورې څاه کیندلو پرانیسته وشوه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۳۸
media

یوه حلقه د څښاک اوبو څاه په لومړي مکروریانونو کې چي د شرکت د ۱۴۰۳ هـ ش کال  د پراختیایی پلان  برخه وه  کیندل کیږی.

 ددي څاه دپرانیستې په مراسمو کې انجنیر عبدالله حیدري مالي او اداري مرستیال اودشرکت کفیل، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال مجاهد انصار، آمرینو او دمکروریانونو یو شمیر وکیلانو ګدون درلود.

دا څاه په یو سل او پنځوس (150)  مترو ژوروالي اوشپاړس (16) انچ قطر سره د شرکت له پراختیایي بودیجې څخه کیندل کیږي او په نږدې راتلونکي کې به د مکروریانونو داوبو رسولو له شبکې سره وصل شی، چی ورسره به د لومړي مکروریانونو اوسېدونکو دواوبو د کمښت ستونزه حل شي.

 د یادونې وړ ده چې دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت  په 1403 هـ ش کال  کې ډیرې پرمختیایی پروژې په پلان کې لري او د یادو پروژو په تطبیق کې د مکروریانونو او اړوند پروژو اوسېدونکو همکاري اړینه بولي ترڅو په ښه شان ټولي پلان شوې پرمختیایي پروژې پلې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۲:۱
Background image

پروسه آفر گشایی چهل یک (۴۱) قلم قرطاسیه باب برگزار گردید!

محفل آفر گشایی پروسه داوطلبی چهل یک (۴۱) قلم قرطاسیه باب که قبلا به اساس قانون تدارکات از طریق ویب سایت رسمی شرکت, صفحهx (تویتر), صفحه فسیبوک و روزنامه هیواد به اعلان داوطلبی سپرده شده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۳ - ۱۴:۳۰
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۳ - ۱۴:۲۴
Background image

BACK TO NEWS