په لومړي مکروریانونو کې د یوې حلقې ژورې څاه کیندلو پرانیسته وشوه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۳۸
media

یوه حلقه د څښاک اوبو څاه په لومړي مکروریانونو کې چي د شرکت د ۱۴۰۳ هـ ش کال  د پراختیایی پلان  برخه وه  کیندل کیږی.

 ددي څاه دپرانیستې په مراسمو کې انجنیر عبدالله حیدري مالي او اداري مرستیال اودشرکت کفیل، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال مجاهد انصار، آمرینو او دمکروریانونو یو شمیر وکیلانو ګدون درلود.

دا څاه په یو سل او پنځوس (150)  مترو ژوروالي اوشپاړس (16) انچ قطر سره د شرکت له پراختیایي بودیجې څخه کیندل کیږي او په نږدې راتلونکي کې به د مکروریانونو داوبو رسولو له شبکې سره وصل شی، چی ورسره به د لومړي مکروریانونو اوسېدونکو دواوبو د کمښت ستونزه حل شي.

 د یادونې وړ ده چې دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت  په 1403 هـ ش کال  کې ډیرې پرمختیایی پروژې په پلان کې لري او د یادو پروژو په تطبیق کې د مکروریانونو او اړوند پروژو اوسېدونکو همکاري اړینه بولي ترڅو په ښه شان ټولي پلان شوې پرمختیایي پروژې پلې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د مکروریانونوساتنې او څارنې امارتي شرکت ټاکل شوی پلاوي دمکروریانونواو اړوندو پروژو په ساحاتو کي د څښاک اوبو دریو څاګانو د برمې/ څاکیندلو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

په۱۱/۰۵/ 1403هـ ش نېټه تعین سوي پلاوي د نوموړي پروژې  څخه کنټرول او نظارت تر سره کړه  او په اړه يي مربوطه مسوُلینو ته  لازمي لارښوونې وکړې،  باید یادونه وکړو چي  د دې لیدنې څخه  موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

د مکروریانونو معلوماتي سیستم (MRMC-MIS) روزنیز سیمینارپه ۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نیټه کې دایر شو!

یاد سیمینار چې د سیسټم او معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت اودمخابراتو او  ټکنالوجۍ  وزارت د سیستمونو انسجام او تضمین کیفیت ریاست په همغږۍ لخوا په لار اچول شوی وو. چې د آمریت اداری د محاسبه جنسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

دلومړی مکروریانو دمړولمبولو خونه بیارغونې کار بشپړ شو!

د لومړی مکروریانو د مړولمبولو خونه، چې د ډیروکلونو راهیسی غیر فعاله وه، اود لومړی مکروریانونو اوسیدونکي په دې برخه کې ډیرو ستونزو سره مخ وو

یاده خونه د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې. . .

BACK TO NEWS