دشل (20) بابه دوکانونه آفرګشایي جلسه ترسره شوه!
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه
داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت شل (20) بابه دوکانونه د آزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت دتویترصفحې, دفیسبوک صفحې, د مالیې وزارت رسمی ویب سایت او ددولتي شرکتونو لوي ریاست د رسمي ویب سایت له لاري اعلان ته سپارل شوې وې چي په ۱۸/ قوس/۱۴۰۲ نېټه د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست دنماینده او د مکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت دآفر ګشایي ټاکل شوي هیئت تر څارني لاندې د داوطلبۍ آفرگشایي بهیر ترسره شو.