دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت، دپلټنی عمومي مدیریت دفعالیتونو لنډ راپور.
دمکروریانو د ساتنې او څارنې ریاست د داخلي پلټنې د عمومي مدیریت د کاري راپور لنډیز!
دمکروریانونو دساتنې او څارنې ریاست د دشرکت دداخلي تفتیش مدیر محترم نذیر احمد رحیمي د شرکت د کارکوونکو د راپور ورکولو پروګرام له لارې چې د نشرات د مدیریت له لوري په لاره اچول شوی دی، وینا وکړه.
هغه وويل، چې دغه مديريت د دندې دلایحې او کاري پلان سره سم، د تخنيکي، مالي او اداري برخو پلټنه کوي. چې ځیني یې په لاندې دي :
۱: د درغلیو د مخنیوي او د کار د روڼتیا لپاره د اداري کتابونو په نښه کول او د اسنادو لارښوونو ترتیبول.
۲: د چیک لیست او غوښتنو سره سم په تفتیش کې د اړینو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د لارښوونو ترتیبول چې په اسنادو د درغلیو مخه ونیول سي .
۳: د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون او د قراردادونو د لاسلیک کولو په برخه کې د وړ اشخاصو د نومونو او پوستونو د درج کولو په برخه کې تخنیکي مشورې ورکول، ترڅو د اړتیا په صورت کې د پوښتنې وړ خلک ځواب ویونکي واوسي.
۴: د هیواد د نافذه قوانینو سره سم د اړوندو څانګو د کاري چارو د پرمخ بیولو په موخه د لازمو مشورو ورکول.
نوموړي یادونه وکړه، چي پر یوه کاري پلان باندي کار کوي، څو وکولای سي د مالي چارو، عوایدو راټولولو او قراردادونو څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي او له ټولو فرعي څانګو څخه یې وغوښتل، چي د یاد پلان په تطبیق کي له دغه مدیریت سره همکاري وکړي.