دمکروریانونو دساتنې او څارنې دولتي شرکت، دITعمومي مدیریت دفعالیتونو لنډ راپور!

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۲:۱۶
لوګو

د مکروریانو د ساتنې او پالنې د دولتي شرکت د معلوماتي  ټکنالجۍعمومي مدیر محترم محمد مدثر جواد چې د راپور ورکولو په پروګرام کې یې د دغې ادارې د فعالیتونو او دندو په اړه خبرې کولې، وويل:

دا مدیریت د دندو او کاري پلان له مخې خپلې چارې په لاندې ډول مخته وړې :

1. د ریاست په مرکزي  کې د کمپيوټري شبکې (NERWORK) رامنځته کول چې اوس ټولې څانګې ورسره وصل شوي او کارول کیږي.

2. د امنیتي کمرو سیسټم یا (CCTV) رامینځته کول چې له لارې یې ټولې مهمې برخې او مطلوب ساحې تر کنټرول او نظارت لاندې وي او په راتلونکي کې موږ پلان لرو چې د کمرو نصبولو ساحه پراخه کړو.

3. د مخابراتو وزارت په همکارۍ د ډیجیټل سیسټم په جوړولو کار پیل شوی او په لومړي ګام کې د دغه شرکت ټولې مرکزي څانګې له الکترونیکي سيستم سره ونښلول شوې .

 شبکې.

د HRMIS سیسټم کار بشپړ شوی او ډیر ژر به په دې څانګه کې فعال شي او د MRMC او MIS سيستمونو د فعالولو کار لاهم روان دی، چې د سروې چارې بشپړې او د د مخابراتووزارت تخنیکي ټیم ته وسپارل شوې. .

هغه زياته کړه، د ياد شرکت وېبپاڼه چې داسلامي امارت له راتګ پخوا غير فعاله وه، د دې ادارې له خوا بېرته فعاله شوې او اوس ټول هېوادوال کولاى شي چې دې وېب پاڼې څخه ليدنه وکړي.

نوموړي زياته کړه پلان لري ترڅو  دشرکت ټولې ساحوي څانګې د ریاست له مرکزي حاضري سیستم سره ونښلوي تر څو دغه شرکت وکولای شي خپل کارکوونکي په سمه او دقیقه توګه وڅاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۱
Background image

د شل (20) بابه دکانونه د آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت شل (۲۰) دکانونه دآزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک صفحې, او  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې داغمه جنراتورونه دلیلام جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دیولس (۱۱) عراده موټرونه  اونهه (۹) پایې جنراتوونه دآزادې لیلام  په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه دایره شوه!

دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه نن  درمضان  المبارک میاشتې په شلمه (۲۰) نېټه د۱۴۴۵ هـ ق کال د امارتی شرکتونو لوی ریاست دغونډو په  تالار کې دایره شوه.

په یاده. . .

BACK TO NEWS