دنیالګیو کښینولو افتتاحیه غونډه تره سوه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۴:۳۸
نشرات

د۱۴۴۴/۸/۱۴هـ ق نیټه دنیالګیو کښینولو دپرانستلو مراسم دمکروریانوپه لومړي تفریحي پارک کېدشرکت د رهبري هیئت، دمکروریانو دمحترمو وکیلانو او دشرکت   دکارکونکوپه حظور کې ترسره  سوه.

 غونډه دقرآن عظیم الشان دمبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه

لومړی دمکروریانودساتني او څارني ددولتې شرکت تنخنیکی او عملیاتی مرستیال محترم مجاهدانصار وویل موږ هوډ لرو چې د مکروریانواو ا‌ړوندوپروژو ساحه زرغونه کړو اودمکروریانو دزرغونتیا لپاره به له هیڅ راز هلوځلوډډو ونه کړو. 

همدارازګلاجان شیرزاد دمکروریانو دمحترم وکیلانو په استازیتوب کې وویل چې له شنه چاپیریال څخه نه یوازي انسانان بلکې ټول مخلوقات ګټه پورته کوي او موږ به خپل ټول توان سره دشنه چاپیریال په ساتنه او پالنه کې دمکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت سره همکاریو. 

ورپسې دمکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت تجارتی مرستیال محترم حافظ عماالدین سراج خبرې وکړې او وې ویل چې په تیر کال کې مو ډیرې لاسته راوړنې در  لودې چې یو مهمه لاسته راوړنه مو دمکروریانود تفصیلی پلانونو یو ځل بیا ترلاسه کول دي چې دډیرو کلونو څخه لادرکه وه او موږ ددې اسنادو په موندلو بریالي سو.زموږ د۱۴۰۲هـ ش کال دکاري لومړیتوبونو څخه به دمکروریانو په سیموکې دماسټر پلان پلي کول وي.هغه زیادته کړه چې موږ دماسټر پلان له مخې شنه فضا رامنځته کولو ته ژمن یو چې دمکروریانو دشریفو خلکو لپاره د اوسیدو مناسب ځای جوړ کړو او په دې ژمنه به ولاړ یو.

وروسته دیاد شرکت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي سیف الله خالد وویل چې څلویښت کلنی جګړې له موږ او تاسو څخه هرڅه اخیستي خو اوس الحمد الله امنیت تأمین سوی او یو خپلواک اسلامي نظام لرو نواوس راځی چی ټول په ګډه په همکاري او همږغي سره کاروکړو ترڅو خپل اولس له موجوده ستونزو څخه راوباسو او دهیواد دآبادئ او پرمختک لپاره په ګډه کاروکړو،هغه دا هم زیادکړه چې دمکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت ټول مسؤلین او کارکونکي ژمن دی چی اوسیدونکو ته پروخت خدمات و‌ړاندې کړي اوهمدارنګه موله اوسیدونکو څخه غوښتنه ده چې دمکروریانونو دساتنې او څارني دولتې شرکت سره همکاي وکړي

په وروستیو کې ټولو د هېواد د پرمختګ، آبادئ او سوکالئ  لپاره دعاء ګانې وکړې    

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۹
Background image

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان  په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د شرکت د سوداګرۍ رئیس د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د بیارغونې پروسې څخه لیدنه وکړه!

 دلومړی مکروریانونو ورزشي میدان چې په 7602 متر مربع ځمکه باندې  د خصوصي سکتور د پانګونې په ملتیا یې د رغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت روانې  دي .

د لومړی مکروریانونو فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعه‌کشۍ رسمي غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه!

hacklink panel hacklink al seo paneli iqos manga oku

کابل – ۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د. . .

BACK TO NEWS