د انجنیری و تعمیراتو آمریت لاسته راوړنی !

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۹:۲۱

د انجنیری و تعمیراتو آمریت لاسته راوړنی !

نوموړی آمریت په خپل تشکیل کي درې تنه مسلکي او تجربه لرونکي انجنیران او (17) تنه تخنیکي او غیر تخنیکي کارګران لري.

د انجنیری او تعمیراتو آمریت ددغه مجهز او فنی پرسونل په مټ سره و کولای سول په 1401 کال د مکروریانو اوسېدونکوته په بېلابېل ساختمانی برخوکي خدمات وړاندې کړي چی ځینو عمده خدماتو څخه یی په لنډ ډول یادونه کوو.

لومړی : د ټولو مکروریانو ( لومړۍ، دوهمه ، دریمه، دریمه الف او څلورمه ) د دکانو سروی ترسره اونمبر ګذاری سول په نوموړو دوکانونو کې داسې دوکانونو هم موجوده وه چې له ډیرې مودېراهسې یې عواید د دولت بودیجې ته نه و تسلیم کړی او مو‌‌ږ په ډیره لنډه موده کې و کولای سول دغه ټول دکانونونه سروي او تثبیت مساحت کړو تر څو زموږ عوایدې بخشونه وکولایي سی عواید په شفاف ، عادلانه او مستقیم ډول را ټول او د دولت بودیجې ته یی وسپاری .

دوهم : د ریاست اداري ودانۍ او اداري شعبی چی له 30 کالو راهیسې ترمیم اورنګمالي سوې نه وی اوله خراب وضعیت سره مخ وه، د خپل موجوده فنی پرسونل او شته امکانات څخه په  استفادې سره کولاې سوې دغه ودانۍ  ترمیم او رنګمالي کړو چې د مکروریانونو محترمو اوسیدونکي عملآ شاهدان دي.  

دریم : د هغه آپارتمانونو سروي او ترمیم چې له اوږدې مودې راهیسې ترمیم سوي نه وه نوموړی آپارتمانونه له سروی کولو او  څخه د ساختمانې تاسیساتوله لری ترمیم او ستونزو ته یې رسیده ګی سوه.

څلورم :  هغه آپارتمانو چې تر حقوقی دعوئ اویا د قبالې د اجراآتو کولو پلي کولو په حال کې دي د نوموړو آپارتمانونو لپاره تخنیکي ابراز نظرونه ورکړل ترڅو یې  حقوقی اود قبالې مشکلات حل سې خوشبختانه ددغه تیریوکال په جریان کی مووکولای سول چی تر 500 څخه ډېرې دغه ډول دوسیې قضیو مشکلات حل او د نور اجراآتو لپاره اړوندو شعبو ته ولیږو.

پنځم : د مکروریانونو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر پارکینګونه چی د زورواکونواو د مکروریانونو د ځینو اوسېدونکو لخوا غصب سوي و عملآ سروی اوتثبیت کړل چی له ځینو اداری طی مراحلو وروسته د دواطلبي له لاری اعلان او خلکو ته په کرایه ورکړل سول چی عواید یی په مستقیم ډول د دولت خزانی ته سپارل کیږي.

شپږم : د ریاست په انګړ کی د یوکنفراس روم او یومحراب مسجد جوړول او بیا رغول. ترسو د مکروریانو اوسیدونکی وکولاي  سي د نوموړی کنفراس روم په ټولې ستونزې د مربوطه آمریتونو ، مدیریتونو او مسؤلو چارواکو سره د میډیا له لرې شریکي کړي .

د مسجد د ترمیم په واسطه سره مو وکولاي سول چی ټول اداري کارکوونکي خپل لمانځونه په ټاکلی وخت او په جمع سره اداکړی.

اووم : د مرکزګرمی د (1-2) دستګاه په مسیر کې د منهولونو جوړول ددغه منهولونو په جوړولو سره مو وکولای سول چې د مکروریانونو اوسیدونکو ستونزی چی په دغه برخه کې یې درلویدلې حل او د مرکزګرمی کومه نلونونه چی د محیطی شرایطو له امله زیانمن کیدل د نوموړو نلونو د تخریب مخنیوی مووکړ.

اتم : د ځينو فلزی مارکیټونو ډيزاین کول چې ښه نمونه یې دلومړی مکروریانو کې اتفاق مارکیټ دی.

نهم: د هغه شخصي ملکیتونو ، اسکیج، متراژ او کروکې ترتیب کول چې غواړي خپل د کانالیزاسیون سیستم د مکروریانونو دکانالیزاسیون شبکه  سره وصل کړي چی خوشبختانه د کال په جریان کې مو تر لسو زیات ملکیتونه لکه ( عزیزی پلازه ، کابل ټاور،  خیلزی ټاور،د امکا بلاکونه او داسی نور، ملکیتونو اسکیج اومتراژ ترتیب کړل او عملآ له شبکه سره وصل سول ددغه سیستم په وصل کیدو سره د دولت بودیجې ته په زیاته اندازه عواید جمع سول او تراوسه هم جریان لري .

لسم: د انجنیرۍ او تعمیراتو آمریت لخوا د لومړي مکروریانو ډیزاین په دوه مرحلو کې تکمیل او د مقام له منظورۍ وروسته عملا دمکروریانونو د اوسیدونکو او وکیلانو سره شریک سو او د هغو د رضایت سبب و ګرځیدو د احاطې دیوال له بشپړید و  سره دلومړي مکروریانود اوسیدونکي امنیتی ستونزي حل او د لومړي مکروریانو باعزته اوسیدونکي کولای شي په ارامه او خوندي چاپیریال کې ژوند وکړي.

آینده پلانونه

 لومړی : د ټولو مکروریانو او پروژو لپاره د لیټنګ ( روښانه کولو ) سیستم جوړول چې د مکروریانونو په روښانه ساتلو ، امنیت او ښکلا کې مهم رول لري ددي پروژې دیزاین عملآ جوړ او نږدی راتکوونکې کې د خارجی او داخلو سرچینو په مرسته په عملي ډول جوړسي تر څو د مکروریانو اوسیدونکې وکولاي سي په روښانه اومصعونه فضا کې د شپی لخوا تګ راتګ وکړی.

پلان های آینده:

دوهم : د ټولو مکروریانونو  اوپروژو د سرکونو او پیاده رونو جوړول تر سو چې د مکروریانونو محترم اوسیدونکي وکولاي  سي په راحت او پاکه فضا کې رفت او آمد وکړی.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS