د برېښنايي حکومتولۍ په لور

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۵:۳۷
برېښنايي حکومتولي

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د برېښنایي حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره یو شمېر ګامونه اخیستي، چې له مخې یې د دې شرکت لپاره ډیجېتلي سیسټمونه جوړ شوي او د یو شمېر نورو سیستمونو په چارو هم کارونه روان دي.

د دې شرکت اړوند د خدمتونو او مالوماتي ټکنالوژۍ آمریت د برېښنايي حکومتولۍ اصل ته په ژمنتیا، د چارو ګړندي کول، په چارو کې شفافیت او د ټولو عایداتي او مصارفاتي سرچینو د بشپړ کنټرول او څارنې په موخه د ټول شرکت په کچه د معلوماتي سیسټم (MIS) د پلي کولو په موخه د بنسټیز جوړښت(Infrastructure ) چارې روانې کړي چې په بشپړېدو دي او په پلی کېدو سره به یې د چارو چټکتیا، د وخت او سرچینو سپما او بشپړ شفافیت رامنځته شي.

دغه راز د شرکت دننه د ټېلفوني شبکې رامنځته کول هم یو له هغو لاسته راوړنو څخه ده چې پرمټ به یې په اسانه او لنډ ډول د شعبو ترمنځ اړیکې را منځته شي.

د یادونې ده چې د کمپیوټري شبکې(Computer Network) چارې هم ۸۰ سلنه پرمخ تللي چې د شرکت ټول کارېدونکي کمپیوټرونه او نور ټکنالوجیکي وسایل به د بشپړ کنټرول لاندې راولي او ورسره به د یادې شبکې پرمټ د انټرنت وېش هم په خوندي او چټکه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې داغمه جنراتورونه دلیلام جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دیولس (۱۱) عراده موټرونه  اونهه (۹) پایې جنراتوونه دآزادې لیلام  په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه دایره شوه!

دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه نن  درمضان  المبارک میاشتې په شلمه (۲۰) نېټه د۱۴۴۵ هـ ق کال د امارتی شرکتونو لوی ریاست دغونډو په  تالار کې دایره شوه.

په یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

دنیالګیو کښینولو افتتاحیه غونډه تره سوه!

د نیالګیو کښینولو د پرانستلو مراسم د مکروریانو په لومړي تفریحي پارک کې نن۱۰/۸/۱۴۴۵هـ ق برابر د ۱/۱/۱۴۰۳ هـ ش دشرکت تخنیکی او عملیاتی مرستیال محترم مجاهد انصار،د مکروریانو د محترمو. . .

BACK TO NEWS