د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت مشرتابه پلاوي د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره پای غونډه تر سره کړه !

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۳۹
نشرات

له دې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د پلټنې عالي ادارې پلاوي د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د ورځنيو چارو د بیا کتنې په موخه دغې ادارې ته ور وپیژندل شوی وو. چې ددې ادارې د کارونو له ارزونې څخه وروسته د 15/شعبان/ ۱۴۴۵ هـ ق  نېټه یې پای غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې  د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم،  محترمو مرستیالان یو شمیر آمرین او دپلټنې عالي ادارې د امارتي شرکتونو رئیس محترم حمیدالله فقیري, مولوي صمیم صدیقی او ورسره مل پلاوي ګډون کړی وو.

لومړی  ښاغلی حمیدالله فقیری د تفتیش پروسې په بشپړولو کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت  له همکارۍ څخه مننه وکړه او د پلټنې بورډ د موندنو د مسودې راپور یوه کاپي یې د بیاکتنې لپاره له مسؤلینو سره شریکه کړه.

په آخر کې محترم مولوي عبدالله مسلم د دپلټنې عالي ادارې د موظف هیئت څخه مننه وکړه او د موندنو او سفارشونو په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۱
Background image

د شل (20) بابه دکانونه د آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت شل (۲۰) دکانونه دآزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک صفحې, او  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې داغمه جنراتورونه دلیلام جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دیولس (۱۱) عراده موټرونه  اونهه (۹) پایې جنراتوونه دآزادې لیلام  په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه دایره شوه!

دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه نن  درمضان  المبارک میاشتې په شلمه (۲۰) نېټه د۱۴۴۵ هـ ق کال د امارتی شرکتونو لوی ریاست دغونډو په  تالار کې دایره شوه.

په یاده. . .

BACK TO NEWS