د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د مالي اداري معاونیت دسرپرست په توګه د انجنیر عبدالله حیدري پیژندنه!
په دې مراسموکې د شرکت لوی رئیس مولوی عبدالله مسلم مرستیالانو او یو شمیر آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.
انجنیر عبدالله حیدري د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت په مختلفو څانګو کې غوره تجربه لري او تر دې وړاندې یې د مالیې وزارت اړوند په مهمو بستونو کې کار کړی دی. هغه د بودجې جوړولو، د عوایدو راټولول او دمالي تحلیل او ستراتیژیک پلان جوړونې په برخه کې ډېره تجربه لري.
د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت لوی رئیس مولوي عبدالله مسلم دانجنیر عبدالله حیدری دمعرفي کولو پر مهال وویل. دا چې په ادارو کې ادلون بدلون یو اداري اصل دی او موږ چي په هر ډول موقف کې یو، هڅې کوو چې د افغانستان اسلامي امارت د ادارې او نظام د خه پرمختګ او ښه والي لپاره له خپل مهارت، استعداد او وړتیا څخه کار واخلو.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.