د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت کارمندانو ته «پرمختګ د اسلام په رڼا کې» تر سرلیک لاندې پرزېنټېشن وړاندې شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۸:۲۱
دوکتور زکریا امیرزاده

د وړتیا لوړونې د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې نن یک‌شنبه د ۲۷/۰۶/۱۴۰۱ نېټه د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت کارمندانو ته « پرمختګ د اسلام په رڼا کې» تر سرلیک لاندې پرزېنټېشن وړاندې شو.

دغه پرزېنټېشن د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د رییس پوهنمل غلام عمر عبدالله په غوښتنې د کندهار پوهنتون پخواني رییس پوهنوال دوکتور محمد زکريا ميرزاده له‌خوا وړاندې شو.

دوکتور صاحب میرزاده په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د عصري زده‌کړو او پرمختګ په اړه د قراني آیاتونو او نبوي حدیثونو په رڼا کې توضیحات ورکړل او ویې ویل، چې اسلام هېڅکله له پرمختګ سره په مغایرت کې نه‌دی واقع شوی او هغه څه چې ساینس اوس ثابت کړي، زرګونه کلونه وړاندې اسلام واضح کړي وو.

هغه وویل:

په اسلامي نړۍ او په تېره بیا په افغانستان کې د ابن‌سینا، خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین بلخي، او ګڼ شمېر نورو مخورو په څېر .شخصیتونه تېر شوي چې له علم او زده‌کړو یې ان ټوله نړۍ اغېزمنه شوې او له کتابونو او ویناوو یې اوس هم استفادې کېږي

ښاغلي زکریا په پای کې د شرکت له ټولو کارمندانو او همداراز له نورو حکومتي مسوولینو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې له اخلاص کار واخلي، څو ورځنۍ چارې یې په سمه توګه پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۱
Background image

د شل (20) بابه دکانونه د آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت شل (۲۰) دکانونه دآزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک صفحې, او  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

دیولس (۱۱) عراده موټرونه اونهه (۹) پایې داغمه جنراتورونه دلیلام جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دیولس (۱۱) عراده موټرونه  اونهه (۹) پایې جنراتوونه دآزادې لیلام  په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه دایره شوه!

دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه نن  درمضان  المبارک میاشتې په شلمه (۲۰) نېټه د۱۴۴۵ هـ ق کال د امارتی شرکتونو لوی ریاست دغونډو په  تالار کې دایره شوه.

په یاده. . .

BACK TO NEWS