د مکروریانون او اړوند پروژو لپاره د اوبو مېټرونو د نصب پروژه رسماً افتتاح شوه !
د یادې پروژې پرانیستې مراسم د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې دولتي شرکت غونډو په تالار کې جوړ شوي و.
غونډه د قران کریم څو مبارکو ایاتونو په تلاون سره پیل شوه!
ورپسې د شرکت عمومي رئیس مولوي عبدالله مسلم د اوبو ارزښت، اوبو مدیریت او د اوبو عادلانه وېش په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې ، او زیاته یې کړه د اوبو کمښت او د اوبو بې ځایه مصرف په تدریجي ډول د ځمکې مرګ دی ، نوموړي له ټولو تخنیکي کارکوونکو څخه د یادې پروژې د شفاف ، بنسټیز او معیاري پلي کولو غوښتنه وکړه او له خپله اړخه یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ .
غونډه د په دعایې ویلو سره پای ته ورسېده ،چې ورپسې د مېټر نصبولو پروژه دښاغلي مسلم لخوا رسماً پیل شوه.