د پرمختګ او آبادۍ خبر

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۳۲
asd

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د رهبرۍ او تخنیکي ټیم په هلو ځلو د یونېسف نړیوال سازمان په همکارۍ تقریباً د ۱۰ څخه تر ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د قلعه وزیر بنسټیزه پروژه منظوره شوه.

د دې پروژې د ګټونکي شرکت اړوند د سروې او ډیزاین انجنیران نن د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت ریاست ته معرفي شول او ډېر ژر به سیمه ورته تسلیم او عملي چارې به یې پیل شي.

د یادونې ده چې په یاده پروژه کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست د کانالیزاسیون سیستم د مرکزي پمپ استېشن بشپړه بیارغونه شامله ده.

د دې پروژې د ډیزاین او برآورد چارې به یوه میاشت وخت ونیسي او وروسته به پروژه اعلان ته سپارل کېږي او همداراز د څلورو میاشتو په جریان کې به ګټي اخیستنې ته هم وسپارل شي.

باید وویل شي، چې د تېرو د ۴۰ کلونو راهیسې د یاد پمپ استېشن له جوړېدو څخه بیا تراوسه پورې د د دې استېشن د بیا رغونې په هکله هېڅ اقدام نه و شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د یو څلویښت (۴۱) قلمو قرطاسیه د آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت یو څلویښت  (۴۱) قلمو قرطاسیه  دآزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې,. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د مکروریانونوساتنې او څارنې امارتي شرکت ټاکل شوی پلاوي دمکروریانونواو اړوندو پروژو په ساحاتو کي د څښاک اوبو دریو څاګانو د برمې/ څاکیندلو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

په۱۱/۰۵/ 1403هـ ش نېټه تعین سوي پلاوي د نوموړي پروژې  څخه کنټرول او نظارت تر سره کړه  او په اړه يي مربوطه مسوُلینو ته  لازمي لارښوونې وکړې،  باید یادونه وکړو چي  د دې لیدنې څخه  موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

د مکروریانونو معلوماتي سیستم (MRMC-MIS) روزنیز سیمینارپه ۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نیټه کې دایر شو!

یاد سیمینار چې د سیسټم او معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت اودمخابراتو او  ټکنالوجۍ  وزارت د سیستمونو انسجام او تضمین کیفیت ریاست په همغږۍ لخوا په لار اچول شوی وو. چې د آمریت اداری د محاسبه جنسی. . .

BACK TO NEWS