نوي ګمارل!
غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
د مکروریانونو ساتنې او څارني دولتي شرکت د جایدادونو آمر د معرفي کولو په مراسمو کې د دغه شرکت عمومي رئيس محترم مولوی عبدالله مسلم دشرکت معاونین او یو شمېر آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې مولوی عبدالباقی ظریفی د جایدادونو آمر په ټوګه معرفی سو.
محترم مولوی عبدالله مسلم دشرکت رئیس وویل: هر آمر، مدیر او کارمند باید خپل موقف ته د امتیاز په سترګه ونه ګوري، بلکې د یو ستر مسؤلیت په سترګه وګوري او د اسلامي امارت د نظام او د افغانستان خلکو لپاره صادقانه کار وکړي، هغه زیاته کړه چې موږ د خلکو نظام او خدای تعالی په وړاندې حساب ورکوونکی یو. موږ باید خپلو مادي او معنوي وظیفو د ترسره کولو لپاره خپله هڅه وکړو.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.